18
السبت, تشرين2

دبڼوالې ملي پالیسې په اړه بحث

کرهنه
Typography

horticulture

دافغانستان د بڼوالې ملي پالیسې دکرهنې مالداری او ابو رسولو وزارت دتخنیکی مرستو ډلې ته دهغه غونډې په ترځ کې وړاندی شو چې روان زیږدیز کال د نومبر دمیاشتې په ۳۰ نیټه دلته په کابل کې جوړه شوی وه. ددی پالیسې مسوده دافغانستان بڼسټیز پرمختیايی پروژې (AFIDS)ترڅارنې لاندی برابر شوی دی.

دکرهنې مالداری او ابو رسولو وزیر محمد آصف رحیمی ددی غونډې مشرې پر غاړه درلود.
دغه مسوده د ډاکټر قیام الدین دAFIDS سلاکار او ډل مشر لخوا غونډې ته وړاندی کړ.
په دی غونډه کې وړاندی شوي موضوعات او خپرونې چې تربحث لاندی ونیول شو دتګلارې اساساتو، فرصتونو ، ننګونو او دبڼوالې د تولیداتو پر وړاندی دشته ننګونو د حل او دتخنیکي ملاتړ خدمتونوبرابرولو او بازار موندنې ته ځیر شوي و.
په یاد غونډه کې د کرهنې مالداری او ابو رسولو وزیر  ښاغلی رحیمي لارښونه وکړه ترڅو دغونډې حاضرینو ته په خوست ، کنړ او لغمان ولایتونو کې د نارنج، لیمو او مالتو فارمونو په اړه مالومات وړاندی شي.
دبڼوالې په برخې کې څیړنې او دباغونو پراختیا به دغه تګلاره نور هم پیاوړي کړي.
یوې کاري ډلې ته دنده وسپارل شوه ترڅو راتلونکي غونډې پورې دغه پالیسې بشپړ کړي.