کرهنیز کوپراتیفونه د ښځو په ژوندانه کې مثبت بدلون راولي

کرهنه
Typography

women-agriculture-01

دملګرو ملتونو خوراکي سازمان او په بدخشان ولایت کې دکرهنې او مالداری ریاست چارواګو سره سم دملګرو ملتونو سازمان یو شمیر سیمه اییزو پروژو څخه ملاتړ کوي ترڅو ښځې ډله اییز کرکیلې ته وهڅوي او خپل ژوند ته سمون ورکړي.

دبدخشان ولایت د شهدا د دولسوالی دښځو د کوپراتیف غړی وايي:" موږ یو بڼ جوړ کړ چې ددی کوپراتیف کابو ۴۶ تنو ښځینه غړو پورې اړه لري.
سږ کال مو خپلو کورنیو او ګاونډیانو لپاره ځینې ښه سابه او ترکاری ترلاسه کړل. "
دملګرو ملتونو خوراکی سازمان ددی کوپراتیف په جوړولو کې مرسته وکړه ترڅو غړي ېې وکوالای شي خپل داړتیا وړ سابه او دمالدارې پروژې پرمخ بوزي. دکوپراتیف دپروژې یوې برخې په توګه ښځې دښځو پرمختیايي مرکز کې  چې د ملګرو ملتونو خوراکي سازمان لخوا جوړه شوی وه دکرهنې په بیلابیلو ډګرونو کې اړوند روزنی ترلاسه کړل.
 دملګرو ملتونو خوراکي سازمان په ملاتړ دبدخشان ولایت مرکز فیض آباد ، شهدا او ارګو ولسوالیو کې  په لاره اچول شويو پروژو کې له  ۷۵۰ تنو میرمنو څخه یوه هم  میرمن شیما ده چې  وايی:دښځو په پرمختیايي مرکز کې له روزنی مخکې دنیالګیو مسلکي ایښیدوسره همدارنګه د سبو کرکیلې سره بلده نه ومه او تل به زموږ کروندي طبیعي ناورینونو له کبله اغیزمن کیدل.
کور لپاره د سبو کرکیلې او بڼوالې ترڅنګ اړوند کوپراتیف د شاتو د مچې ساتلو په برخې کې دیادې سیمې ښځو ته روزنی هم برابروي.
میرمن ناطق وايي چې موږ تجربه لرو چې ښځې د یوازیتوب په پرتله  په ډله اییز توګه ښه دنده ترسره کوي.
"له همدی کبله په پام کې لرو ترڅو ډیر ژر د شاتو د مچې ساتلو دوهمه ډله هم  جوړ کړو. "
په بدخشان ولایت کې دکوپراتیفونو مشر ناصر احمد احمدي ووییل، دا مهال په بدخشان ولایت کې د ښځو ۱۸ کوپراتیفونه شتون لری چې د ملګرو ملتونو نړیوال خوراکي سازمان په ګډون د بیلابیلو نړیوالو سازمانو نو لخوا ېې ملاتړ کیږي.

women-agriculture-02


دبدخشان ولایت دکرهنې مالداری او ابو رسولو ریاست  سره سم ددی ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې کابو ۱۵۰۰ تنه میرمنې په کرهنیز او سوداګریزو فعالیتونو کې ونډه لري.
ښاغلي احمدي وړاندی ووییل، ښځې دغوره او کیفیت لرونکو محصولاتو په تولید کې بریالی دی نو له همدی کبله د کرهنې مالداری او ابو رسولو ریاست په پام کې لري ترڅو دهیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د هغوي محصولاتو ته غوره بازارونه برابر کړي.
دکوپراتیفونو پروژه دسیمې پر ډیرو کورنیو او اوسیدونکو غوره اغیزه پرځای پریښې دی .