په هېواد کې د مېوې د ساتنې سترې سړې خونې جوړيږي

کرهنه
Typography

cold-storage

د هېواد په شپږو ولايتونو کې د ميوو د ساتنې اته سترې سړې خونې د جوړېدو په حال کې دي.

د کرنې وزرات مرستيال مير امان الدين حيدري د مرغومي په ۱۵مه، د بلخ  ولايت په دهداي ولسوالۍ کې د ميوو د کيفيت معلومولو لابراتوار د پرانيستې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په هېواد کې د باغدارۍ د پراختيا او د کيفيت لرونکو ميوو د پيدا کېدو په موخه ګړندۍ هڅې روانې دي.
نوموړي زياته کړه، د ميوو د ټيټ کيفيت او د نه ساتنې ستر لامل په هېواد کې د سړو خونو نشتوالی و، چې په راتلونکو ۲۳ مياشتو کې به پای ته ورسېږي.
د هغه په وينا، سږکال د کرنې وزارت د هېواد په شپږو ولايتونو کې د ميوو د ساتنې لپاره د سترو سړوخونو د جوړېدو چارې پيل کړې دي.
حيدري وويل، د کرنې وزرات د سړوخونو د جوړېدو د پلان له مخې،په کابل، کندهار، ننګرهار، بلخ، کندوز او هرات ولايتونو کې اته سترې سړې خونې د جوړېدو په حال کې دي.
نوموړي زياته کړه، چې جوړېدونکې هره سړونه به د ۵زره ميتريک ټن ميوو د ساتنې ظرفيت ولري.
د هغه په وينا، دغه سړې خونې به د ۲۸ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت په راتلونکو  ۲۳ مياشتو کې ګټې اخيستنې ته چمتو شي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستيال زياتوي، دمګړۍ په هېواد کې د سړو خونو د نشتوالي له امله زياته برخه ميوه، له وخته مخکې له منځه ځي، چې د يادو سړوخونو په جوړېدو به ميوې وساتل شي او هم به  په مناسب وخت کې مارکېټ ته د ويستلو بيه پيدا کړي.
نوموړي زياته کړه، د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د کرنې وزرات له بوديجوي صندوق څخه د کرنې د پراختيا او باغونو د لا سمسورتيا او ډېروالي په موخه کروندګرو ته ۳۰ ميليونه امريکايي ډالره پور  ورکړل شوی دی.
د بلخ د کرنې او مالدارۍ رييس کاتب شمس وويل، چې سږکال په بلخ کې په ۱۲۰ زره جريبه ځمکه کې ۴۸۱ ميوه لرونکي باغونه جوړ شوي دي.
نوموړي زياته کړه، په دغه ولايت کې د شته باغونو په نظر کې نيولو سره سړوخونو ته ډېره اړتيا ليدل کېده.
د هغه په وينا، يوه سړه خونه د جوړېدو په حال کې ده، چې ۹۰ سلنې چارې يې بشپړې شوي او همداراز د يوې ۵زره ټنه ظرفيت لرونکې سړې خونې د بنسټ ډبره ايښودل شوې ده.
د کرنې وزرات مرستيال حيدري په شمال زون کې د کرنې او مالدارۍ په اړه  وويل، په دغه زون کې د ټول هېواد په پرتله د شرايطو د سمون له امله د کرنې د پراختيا په برخه کې ډېرې چارې روانې دي.
نوموړي زياته کړه، د دغه زون په ولايتونو کې د بېلا بېلو پروژو په ترڅ کې د باغونو پراختيا، له للمي ځمکو څخه د ګټې اخيستنې اسانتيا برابرول، د ځنګلونو پراختيا، له څړځايونو څخه ګټه اخيستنه، ابي ځمکو ته د اوبو رسولو چارې، د مالدراۍ پراختيا، د زعفران کښت او د کرنيزو  افتونو د مخينوي هڅې روانې دي.