18
الثلاثاء, حزيران

د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره يوه افغاني شرکت د لاجوردو له لارې د شوکاڼي بشپړ پروسس شوي پوډر اردن هېواد ته صادر کړل. له دې وړاندې، په افغانستان کې د دغه منرال د پروسس امکاناتو شتون نه درلود او يوازې خام شوکاڼي ګاونډيو هېوادونو ته صادرېدل. د ننګرهار ولايت په شيخ مصري پارک کې د 'کور ډريلرز' په نوم يوې فابريکې د ٢٠٠٠٠ امريکايي ډالرو په ارزښت چې معادل يې شاوخوا ١،٥ ميليونه افغانۍ کېږي، ٧٦ ټنه پروسس شوي شوکاڼي اردن ته صادر کړل.

په افغانستان کې د اصلاحاتو د پلي کولو او د پرمختیایی پالیسیو "د افغانستان د سولې او پرمختګ چوکاټ او د لومړیتوب لرونکو پروګرامونو" د عملي کولو، د اقتصادي ثبات تامین، د کورني عوایدو انسجام، د عامه مالي مدیریت ښه والي او په بودیجه کې د روڼتیا راوستولو څخه د ملاتړ په موخه نن د زمري میاشتې په ۳ مه نېټه اروپايي ټولنې د افغانستان دولت ته د ۹۸ میلیونه یورو نوې مرسته وکړه.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملي تدارکاتو کمېسیون اونیزه غونډه پرون ماسپښین د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوه.

المزيد من المقالات...