21
الأحد, تموز

د ميدانښار تلې د يوې ورځې عوايد له تېر يوه کال څخه څو چنده زيات دي

اقتصاد
Typography

trucks

د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي چې اوس د ميدان ښار تلې د يوې ورځې عوايد د تېرو څو بشپړو کلونو تر عوايدو څو چنده لوړ شوي دي.

د دغه ولايت والي حيات الله حيات د لړم په ۱۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پخوا په دغه ولايت کې د بار وړونکو موټرو تللو ډېره پاملرنه نه وه.هغه زياته کړه، له کله راهيسې چې دوى د بار وړونکو موټرو تللو ته ځانګړې پاملرنه کړې او تر ډېره يې په دې اداره کې د فساد جرړې ايستلې نو په عوايدو کې د نورو کلونو په پرتله په زياته کچه لوړوالی راغلی دى.حيات وايي، د تېر يوه کال په موده کې له يادې تلې حکومت ته پنځلس زره افغانۍ عوايد ورغلي وو، خو سږ کال هره ورځ له دې تلې شاوخوا درې سوه زره افغانۍ د حکومت حساب ته ورځي.د ميدان وردګو والي تېر ماښام له دې تلې د ليدنې پر مهال وويل، هڅه کوي چې په قانوني ډول ټول هغه بار وړونکي موټر چې له قانونه سرغړونه کوي، جريمه کړي، تر څو د دغه ولايت او حکومت په عوايدو کې زياتوالی راشي.نوموړي زياته کړه، پخوا په دې تله کې ډېر فساد کېده، په دغه فساد کې د فوايد عامې ادارې کار کوونکو، امنيتي منسوبينو، موټر چلوونکو، ځينو قرارداديانو او ګڼ شمېر لوړپوړو چارواکو شتون درلود.حيات وايي چې اوس دوى د فساد مخه نيولې چې له امله يې د عوايدو د زياتېدو لامل شوى دى.هغه وايي، له کله راهيسې چې يې په دې تله کې د فساد د مخنيوي هڅې پيل کړې، ګڼ شمېر لوړپوړو چارواکو هم ورته د دې چارې د پرېښودو لارښوونه کړې، خو له ژمنې سره سم به هېڅکله هم د فساد پر وړاندې له مبارزې لاس وانه خلي.د ميدان وردګو ولايت يوې بلې باوري سرچينې پژواک اژانس ته وويل، تر دې وړاندې په ياده تله کې د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت د امريت پوليس او د فوايد عامې رييس کار کوونکي ځای پر ځای وو چې ټول عوايد د يادو کسانو شخصي جېبونو ته تلل.پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د امنيت د امر نظر هم واخلي، خو بريالى نه شو.د دغه ولايت د فوايد عامې  رييس سيد يونس نجفي زاده څه موده مخکې د فساد په تور تر نيول کېدو وروسته بندي دى.د دغه ولايت سرپرست مستوفي محمد ياسين صديقي هم تاييدوي چې د تېر کال په پرتله اوس د دې تلې په عوايدو کې په لوړه کچه زياتوالی راغلی دى.د هغه په وينا چې پخوا په دې تله کې په پراخه کچه فساد کېده او که اوس په تله کې همدا ډول شفافيت ته دوام ورکړل شي نو د ماليې وزارت له لوري دوی ته له ورکړل شوي هدف څخه به زيات عوايد د حکومت حساب ته ورکړي.د ميدان وردګو د ولايتي شورا رييس احمد جعفري د ولايت مقام د دغو اقداماتو ستاينه وکړه خو زياته يې کړه چې په دې تله کې اوس مهال په شخصي ډول کسان درول شوي دي.هغه پژواک اژانس ته وويل چې د دې تلې لپاره دې په رسمي ډول کسان پر دندو وګومارل شي تر څو دوی په قانوني ډول خپلو چارو ته ادامه ورکړي.خو د ميدان وردګو والي بيا وايي چې د تلې لپاره له يوه ګډ کمېسيون څخه کسان پر دندو ګومارلي چې د بېلابېلو امنيتي او ملکي ادارو کارکوونکي په کې شتون لري.د مسيح الله په نوم يو موټر چلوونکی وايي چې د ميدان وردګو ولايت په تله کې له ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ دي.هغه پژواک ته وويل: (( د کندهار، غزني، مزار، کابل او نورو ولايتونو ته چې کله مالونه لېږدوي نو دوی له موټر سره څلوېښت ټنه ځانونه برابروي، خو په هغې ولايتونو کې زر، دوه زره افغانۍ ورڅخه اخلي او دوى ته د تګ اجازه ورکوي.خو د ده په وينا، په ميدان وردګو ولايت کې بيا دوی ته د ۴۰ او پنځوس زرو افغانيو جرمانه ورکول کېږي چې د دوی د دې جرمانې د ورکړې توان نه لري.))مسيح الله وايي، ټول بار يې د ۲۵زره افغانيو کرايې په بدل کې غزني ته روان کړی خو اوس مهال پرې ۴۵زره افغانۍ جرمانه راغلې چې په ورکړې سره به يې له موټر چلولو څخه هم لاس واخلي.د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوږياڼى وايي چې د قانون له مخې بايد هر بار وړونکى موټر د موټر له وزن سره ٢٧ ټنه وي، خو په جواز سير کې بيا ٣٣ ټنه اجازه ورکړل شوې ده.هغه پژواک اژانس ته وويل: ((د بار وړونکو موټرو د وزن او جرمانې قانون د ولسمشر له خوا توشېح شوى دى او اوس يې موږ عملي کوو.))د خوږياڼي په وينا، د دغه قانون له مخې هر موټر چې له ټاکلي وزن څخه زيات بار ولري نو د هر ټن پر سر به درې زره افغانۍ جريمه ورکوي، خو چې څومره ټن زياتېږي،د جرمانې کچه هم لوړېږي.دى وايي، پخوا يواځې له کابل څخه دغه ولايت ته داخليدونکي موټر تلل کېدل، خو اوس چې د دغه ولايت سړکونه د زيات وزن له امله زيانمن شوي، نو د غزني له لوري څخه دغه ولايت ته ننوتونکي موټر هم تلل کېږي چې له امله يې عوايد زيات شوي دي.