د مرمرو عايد

اقتصاد
Typography

helmand-stones-1د هلمند ولايت د مرمر ډبرو صنعتي فابريکه د هيواد ملي اقتصاد او خلکو ته د عايد مهمه سرچينه بلل کيږي.

اوسمهال څه باندې اتيا کارګران له سهار څخه تر مازديګر پورې په دې فابريکه کې کار کوي او کورنيو او نړيوالو بازارونو ته ښلکې مرمر ډبرې وړاندې کوي.
په دې فابريکه کې ډبرين لوښي، ګلدانونه، قابونه، ميزونه، ساعتونه، مبل او يو شمير نور توکي توليديږي. هلمند چې يو مهال د ترهګرو د فعاليت مرکز پيژندل کيده ، اوس د افغانستان د سهيل د اقتصادي څرخ په توګه را څرګند شوى دى.
د هلمند د مرمر ډبرو د فابريکې مشر احمد دوران وويل، دا ښکلې توکې په هغو سيمو کې توليد کيداى شې چې هلته د افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو له خوا امنيت ټينګ شوى وي.
هغه زياته کړه:"دا فابريکه د خپلو مسلکي کارکوونکو له امله بې سارې ده. له همدې امله د يادې فابريکې توليدي توکي په بازارونو کې ښه بيه لري."
helmand-stones-2
د هيواد په سهيل کې د مرمر ډبرو فابريکه يوازينۍ هغه فابريکه ده چې توليدي توکي يې په ټوله نړۍ کې پلو
رل کيږي. د امنيت ښه والى دې فابريکې ته ډير مهم دى. ښاغلي دوران ددې مطلب په څرګندولو سره وويل:"د امنيت په ښه کيدو سره زموږ توليدات په تيرو کلونو کې د پام وړ زيات شوي دي. د امنيت د ښه والي له امله اوس موږ د خپلې سوداګرۍ د پراختيا لپاره ښه چاپيريال لرو."
لارۍ موټرونه هره مياشت د هلمند له سهيل څخه لښکرګاه ښار ته 200 کليومټره واټن وهي تر څو د مرمرو 200 ټنه ډبري فابريکې ته وليږدوي. دا ډبرې په ياده فابريکه کې په وړو او لويو ټوټو بدليږي.
په دې فابريکه همدارنګه د مرمرو لويي ډبرې ورکشاپونو ته ليږدول کيږي چيرې چې لسګونه کارګران له دې ډبرو څخه د بيلابيلو ماشينونو په مرسته او آن ځينې وختونه په خپلو لاسونو ډبرين لوښي او نور توکي جوړوي.
د مرمر ډبرو توليدي فابريکې په سلو کې يو پنځوس د خلکو او ٤٩ د دولت پورې اړه لري. د سيمې اوسيدونکي او حکومت د مرمر ډبرو د سوداګرۍ د ودې او پراختيا لپاره همکاري کوي.