"ټاپي" پروژه د افغانستان پر امنيتي وضعيت مثبت اغېز لرلى شي

اقتصاد
Typography

tapi-pipeline

د چارو شنونکي د "ټاپي" پروژې د کار پيل، له مهمو اقتصادي پروژو څخه بولي او په دې باور دي، چې دغه پروژه به د افغانستان پر امنيتي وضعيت هم مثبت اغېز وکړي.

پاکستان او هندوستان ته د افغانستان له لارې د  ترکمنستان د ګازو لېږد پروژه (ټاپي) په ١٣٨٩ لمريز کال کې د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان د ولسمشرانو او د هندوستان د انرژۍ وزير له لوري لاسليک شوه.د ټاپي د ګاز نل ليکه چې شاوخوا ١٧٠٠ کيلومټره ته رسيږي، د ترکمنستان هېواد له دولت اباد سيمې څخه پيل او د ياد هېواد په خاوره کې له ١٤٧ کيلومټره غځېدو وروسته، له هرات، فراه، هلمند او کندهار ولايتونو څخه د ٧٥٠ کيلومټره ليکې په تېرېدو؛ تر پاکستان دوام مومي او بيا د پاکستان په خاوره کې له ٨٠٠ کيلومټره اوږدوالي وروسته د هندوستان هېواد په فاضيلکاى سيمه کې پاى ته رسيږي.ټاکل شوې، چې د يادې پروژې کار چې شاوخوا ٧ ميليارده امريکايي ډالره لګښت پرې راځي، سبا په ترکمنستان هېواد کې پيل شي.د يادې مهمې اقتصادي پروژې د پرانيستې په مراسمو کې د افغانستان او ترکمنستان ولسمشران او د پاکستان او هندوستان هېوادونو لومړي وزيران ګډون کوي.د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر رفيع الله نيازي د يادې پروژې  اهميت ته په اشارې سره وويل، چې دغه پروژه به د افغانستان-پاکستان او پاکستان- هندوستان تر منځ د سياسي او امنيتي جنجالونو د راکمولو په برخه کې مثبت رول ولري.هغه زياته کړه، په همدې موخه کولو شو چې يادې پروژې ته د سولې د پروژې نوم ورکړو.نوموړي زياته کړه افغانستان به د يادې پروژې د ټرانزيټ له لارې هر کال تر څلور سوه ميليون ډالرو عوايد ترلاسه کوي او دغه راز به د هېواد په کچه ١٢زره کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.دغه راز هغه زياته کړه، افغانستان کې له کومو سيمو چې ياده نل ليکه تېريږي، خلک يې له اوبلن ګاز هم ګټه پورته کولى شي او دغه راز د يادې پروژې له لارې سرکونه په اساسي ډول رغيږي چې د هېواد په اقتصاد به مثبت اغېز ولري.د هغه په وينا، افغانستان هم اوبلن ګاز لري او د وخت په تېرېدو سره خپل ګاز هم د همدې نل ليکې له لارې پلورلى شي.هغه زياته کړه، چې د يادې پروژې له ګاز به د لوګر د مس عينک او باميانو د حاجيګک کانونو په راسپړلو کې چې د سيمې په کچه لوى کانونه دي، ګټه پورته شي.نوموړي وويل، چې د يادې پروژې په پلي کېدو سره به د افغانستان اقتصادي ظرفيت څو برابره لوړ شي، نوي ښارګوټي به ورغول شي او ډېرې نا امنه سيمې به په راتلونکو څو کلونو کې ډېر پرمختګ وکړي.دغه راز هغه زياته کړه، د يادې پروژې په عملي کېدو سره به د نړيوالو اړيکو په برخه کې افغانستان ته د پاکستان پر وړاندې د فشار يوه اله هم په لاس ورشي.هغه وويل، د ډيورنډ ليکې د دواړو خواوو اوسېدونکي تر ډېره له يادې پروژې ګټه پورته کوي او د يادو سيمو خلک بايد تر ټولو ډېر له ياد چانس ګټه پورته کړي، له هغه پرته به د ټول عمر لپاره د نورو لپاره وژل کېږي.دغه راز د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد فضل احمد جويا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادې پروژې پيل د غړو هېوادونو لپاره يوه لويه لاسته راوړنه ده، ځکه د همدې پروژې له لارې د هېوادونو تر منځ اقتصادي، سياسي او امنيتي همکارۍ پيلېږي.هغه زياته کړه: "دا پروژه پر دې سربېره د سياسي او امنيتي نظر له لوري د اهميت وړ ده، له اقتصادي او کار موندنې اړخه هم يوه له ګټو ډکه پروژه ده."نوموړي وويل، د يادې پروژې له لارې به افغانستان ميليونونه ډالر خالص عوايد ترلاسه کوي او زرګونو کسانو ته به په مستقيمه او غيرمستقيمه توګه د کار زمينه برابره شي.دغه راز د جويا په وينا، افغانستان کولى شي چې د يادې پروژې له يوه اندازه ګاز هم ګټه پورته کړي او دا کار بيا د دې لامل کېږي چې افغانستان په ارزانه توګه ګاز ترلاسه کړي، د هېواد عوايد پورته لاړ شي او د اوبلن ګاز د وارداتو د مخنيوي ترڅنګ؛ له هېواد څخه د اسعارو د ايستلو مخنيوى هم وکړي او افغانۍ پيسې خپل ثبات پيدا کړي.هغه وويل، چې دغه پروژه به په افغانستان کې د پانګونې د ملي او نړيوالو پانګوالو د هڅونې لامل شي.دغه راز د هېواد متقاعد جنرال عبدالواحد طاقت، د يادې پروژې د کار پيل يو نېک ګام او د افغانستان د امنيت او اقتصاد د ښه والي په برخه کې اغېزناک نوښت وباله او ويې ويل، د يادې پروژې پيل؛ د غړو هېوادونو تر منځ د امنيتي او استخباراتي همکاريو په برخه کې د نوي فصل پرانيسته ده.دغه راز د هغه په باور، ياده پروژه د هندوستان لپاره ډېر اهميت لري او د يادې پروژې د بريالي کېدو لپاره به له افغانستان سره امنيتي او استخباراتي همکارۍ پيل کړي.طاقت وړانديز وکړ، چې غړي هېوادونه د يادې پروژې د برياليتوب لپاره بايد د استخباراتي همکاريو جلا قراردادونه لاسليک کړي.نوموړي افغان حکومت ته هم وړانديز وکړ چې د يادې پروژې د امنيت ټينګښت لپاره يوه ځانګړې اداره چې د هېواد د امنيتي ارګانونو تر اغېز لاندې نه وي؛ رامنځته کړي څو له همدې لارې د امنيت په ټينګښت او د يادې پروژې په کشفي مسايلو کې جدي کار تر سره شي.د هېواد د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني هم نن د ولسي جرګې په ناسته کې، د يادې پروژې د ودانيز کار له پيلولو يادونه وکړه او هغه يې له امنيتي او اقتصادي اړخه يوه ډېره مهمه پروژه وبلله.د پاکستان د دفاع وزير هم  ويلي، د ټاپي پروژې د امنيت د ټينګښت په اړه له افغان طالبانو سره خبرې کوي، ځکه دغه پروژه د ټولو څلورو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان ته چې انرژۍ ته ډېره اړتيا لري؛ مهمه ده.د هېواد د کانونو او پټروليم وزارت وياند محي الدين نوري، د يادې پروژې په مهم بللو سره د جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل، چې په دغه پروژه کې پانګونه له اووه ميليارد امريکايي ډالرو اوړي، چې د غړو هېوادونو له لوري به ورکول کېږي.د هغه د معلوماتو پر بنسټ، د يادې پروژې له لارې افغانستان په لومړيو لسو کلونو کې ٥٠٠ ميليون متره  مکعبه ګاز، په دويم لسو کلونو کې ١٠٠٠ ميليون متره مکعبه ګاز او په دريمو لسو کلونو کې ١،٥ ميليارده متره مکعبه ګاز پېرلي شي او دغه راز هوکړه شوې، چې افغانستان هم له دغې لارې خپل ګاز پلورلى شي.