افغانستان د سوداګرۍ د نړيوال سازمان بشپړ غړيتوب تر لاسه کړ

اقتصاد
Typography

افغانستان د سوداګرۍ د نړيوال سازمان (WTO) د غړيو هېوادونو د وزيرانو په لسمه ناسته کې، د دې سازمان بشپړ غړيتوب تر لاسه کړ.

ياده ناسته د ليندۍ په ٢٤مه د کينيا په پلازمېنه نايروبي کې پيل شوې ده.

له افغانستان څخه د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال انجنير محمدخان په مشرۍ يو لوړپوړى پلاوى په دې ناسته کې برخه لري.

د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان تېره ورځ په ياده ناسته کې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان بشپړ غړيتوب تر لاسه کړ.

افغانستان چې له دې مخکې د ياد سازمان ناظر غړى و، ١١ کاله مخکې يې وړانديز کړى و چې د دې سازمان پوره غړيتوب ورکړل شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمدخان په دې سازمان کې د افغانستان بشپړ غړيتوب مهم او غوره اقدام بللى دى.

د هغه په وينا، د دغه سازمان غړيتوب تر لاسه کول پر افغانستان د نړيوالې ټولنې باور زياتوي، ځکه هر هېواد يا پانګه وال له پانګونې مخکې ګوري، چې دغه هېواد د سوداګرۍ نړيوال سازمان غړيتوب لري او که نه.

محمدخان ويلي چې په دې کار سره به د ترانزيټ په برخه کې د افغانستان ستونزې په ځانګړې ډول  له پاکستان سره حل شي.

د ده په وينا، د افغانستان لپاره د دې سازمان غړيتوب ځکه ډېر مهم دى چې د نړۍ د سوداګرۍ ډېره برخه د همدې سازمان تر چتر لاندې تر سره کېږي او  افغانستان به  د نړيوالې سوداګرۍ په مهمو پرېکړو کې ونډه ولري.