په چابهار بندر کې د څه باندې ۱۰۰ افغاني شرکتونو نوم لیکنه

اقتصاد
Typography

linking-to-regional-markets-3

د ایران د چابهار د ازادې سیمې چارواکي د دې په ویلو سره چې تراوسه ۱۱۰ افغاني شرکتونو د چابهار په ازادې سیمه کې د پانګونې لپاره نوم لیکنه کړې ده وویل چې له دې دلې کابو ۱۰۰ افغاني شرکتونو په خپلواکه توګه او یا هم له ایرانیانو سره په ګډه توګه په چابهار کې پانګونه کړې ده.

د چابهار آزاده سیمه ؛ د اوبو نړیوالو کرښو ته د هغې د نږدیوالي او د ټرانسپورټ د وړتیا لرلو ته په پام سره په سیمه کې یوه له مهمو او ټرانزیټي حوزو څخه ده.دغه بندر ته د افغان سوداګرو او پانګوالو لېوالتیا ؛ نړیوالو اوبو ته د رسېدو او له اروپايي او آسیايي هېوادونوسره د سوداګریو اړیکو د پراختیا له امله ده.د چابهار د آزادې سیمې رئیس حامد علي په دې اړه څرګنده کړه: "تراوسه ۱۱۰ افغاني او یا هم افغاني او ایراني ګډو شرکتونو د ایران په چابهار کې د پانګونې لپاره ثبت شوي دي او د هغوی ډېر شمېر خپل کارونه پیل کړي دي له دې امله موږ غواړو له ډېرو زمنیې برابرولو سره د چابهار په بندر کې ډېر افغانان شریک کړو".چابهار بندر د عباس بندر په پرتله شاوخوا ۷۰۰ کیلومټره او دغه راز د کراچۍ بندر په پرتله شاوخوا زر کیلومټره افغانستان ته نژدې دی.اخوا افغان سوداګر په دغه بندر کې په پانګونې سره د ټولو صادراتي توکو له مالیاتو معافیت تر لاسه کوي.د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئیس وحیدالله ویسي په دې اړه وویل: "چې موږ له دغه بندر څخه د کار اخیستې لپاره خبرې پیل کړې دي له همدې امله باید ووایم چې زموږ نننۍ هڅې د راتلونکو کارونو لپاره زمنیه برابرونکي دي".چابهار بندر یو له مهمو بندرونو دی چې له هغه څخه په کار اخیستو سره به افغانستان د منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو له لارې له سوېلي آسیا سره ونښلول شي او په دې برخه کې هند هڅه کوي چې د چابهار بندر له لارې له افغانستان او د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکي پراخې کړي ؛له همدې امله دغه هېواد د چابهار بندر په بیخ بنسټونو کې تر ۱۰۰ مېلیونو ډالرو پورې پانګونه کوي .د صنایعو او سوداګرۍ خونو مرستیال خان‎جان الکوزي په دې اړه څرګنده کړه: "د چابهار د بندر د کار له پیل سره؛ایران د افغانستان او د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو له خوا،افغانستان کولای شي چې په اسیا کې خپل ټرانزیټي موقعیت ترلاسه کړي.ځکه چې افغانستان دی چې د منځنۍ اسیا او ایران ترمنځ د نښلولو پل کېږي".چابهار بندر د نږدیوالې او کم لګښت والي له امله د افغانستان لپاره د اوبو یو له مهمو مرکزونو دی.که څه هم اوس مهال دغه بندر د جوړېدو په پړاو کې دی خو ویل کېږي چې د ۲۰۱۸ زیږدیز کال تر پایه پورې به افغانستان د خپلو توکو یوه برخه د دغه بندر له لارې نورو هېوادونو ته صادرکړي .