عبدالله په هېواد کې د پانګوالو د ستونزو د حل په اړه ډاډ ورکړ

اقتصاد
Typography

Abdullah-meet-with-bussinessmen

د ملي یووالي حکومت اجرايي رئیس "په افغانستان کې د پانګوالو د وضعیت څېړلو"په غونډه کې چې د اقتصادي او پانګوالو په څانګو کې د وزیرانو په ګډون نن په کابل جوړه شوې وه څرګنده کړه چې ډاډ ورکوم چې حکومت به ډېر ژر د اقتصاد او پانګونې په برخه کې تازه پرېکړې ونیسي.

عبدالله عبدالله زیاته کړه: "د افغانستان دښمنانو ۲۰۱۵ کال د افغان دولت د پرځېدو او د خپل ځای ناستي کېدو کال بلله وه او د دولت ډېره انرژي او پاملرنه په عمومي امنیتي مسایلو کې مصرف شوه.دا کار د دې لامل شو چې په امنیتي برخو کې تشې رامنځته شي".عبدالله عبدالله زیاته کړه: "د افغانستان دښمنانو ۲۰۱۵ کال د افغان دولت د پرځېدو او د خپل ځای ناستي کېدو کال بلله وه او د دولت ډېره انرژي او پاملرنه په عمومي امنیتي مسایلو کې مصرف شوه.دا کار د دې لامل شو چې په امنیتي برخو کې تشې رامنځته شي".اجرايي رئيس زیاتوي چې موږ فساد له تېر حکومت څخه په میراث وړی دی؛خو د ملي یووالي حکومت له فاسدو کسانو سره د مبارزې لپاره ژمن دی او په دې اړه هېڅ سیاسي ملاحظه به په پام کې ونه نیول شي.عبدالله عبدالله څرګنده کړه: "اداري فساد هغه واقعیت دی چې ځای پرځای شوی دی او موږ هغه په میراث وړی او د خلکو په ژوند کې دود شوی.خو له فساد سره په مبارزه کې باید دوه لوري نه وو او د سیاسي ملاحظاتو تر اغېزې لاندې نه وي.له اداري فساد سره باید قانوني چلند وشي".په همدې حال کې د افغانستان له پانګوالو د ملاتړ ادارې رئیس وايي چې دغه چارواکي(د حکومت اقتصادي چارواکي) په افغانستان کې د پانګونې د جذب لومړنۍ تګلاره تدوین وو او حکومت ته یې سپارو.له پانګوالو څخه د ملاتړې ادارې رئیس محمد قربان حقجو ټينګاروکړ: "دغه ناسته اقتصادي فرصتونه او ننګونې څېړي او د ښه راتلونکې په لور د تګ لپاره د یوه عملي پروګرام پر سر هوکړه ده.دا تګلاره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره ده او د خصوصي سکټور غوښتنو ته د لومړيتوب ورکولو لپاره ده".د صنایعو او سوداګریزو خونو د عامل مرستیال خان جان الکوزي په دې اړه وویل: "موږ خوښ یوو؛ولسمشر هم خوشحاله دی چې زموږ موخه سږکال ۱۱۴ مېلیارده افغانۍ وې،خو موږ ۱۲۰ مېلیارده ډالره عواید لرل،ښاغلی ډاکټر صاحب(عبدالله)وايي چې دا پسې له خلکو څخه اخیستل شوې دي،د فساد مخه نه ده نیول شوې بلکې فساد تراوسه هم ۲۰۰ مېلیارده دی".د اقتصاد،ښارجوړولو، او سوداګرۍ وزیران په هېواد کې د اوزګارۍ،او د اقتصادي کمزورتیا زیاتوالی د جګړې بنستيزې پایلې بولي،او وايي چې هڅه کوي د کاري زمینې برابرولو لپاره د استوکنیځایونه پروژې هېوادوالو ته رامنځته کړي او ژمنه کوي چې په هېواد کې پانګونې ته وده وکړي.