د جبل سراج د سمنټو فابريکه يو ځل بيا فعالېږي

اقتصاد
Typography

Jabal-Saraj-Cement-Factory

د کانونو او پټروليم وزارت وايي چې د پروان د جبل سراج سمنټو فابريکې د بېرته فعالولو لپاره سل ميليونه افغانۍ ځانګړې شوې او ټاکل شوې چې ددې ولايت د کوچنيو کانونو د استخراج کار پيل شي.

د کانونو او پټروليم وزير انجنير داوودشاه صبا چې د يوه پلاوي په مشرۍ يې د کانونو وضعيت د څېړنې په موخه پروان ولايت ته سفر وکړ، تیره ورځ يې په يوه خبري غونډه کې وويل چې په نږدې راتلونکي کې به د جبل سراج د سمنټو فابريکه بېرته فعاله شي.صبا څرګنده کړه چې ددې فابريکې د بيا رغونې لپاره د کانونو او پټروليم وزارت لخوا سل ميليونه افغانۍ ورکول کېږي.د کانونو وزير وويل، ټاکل شوې چې ددې فابريکې د رغولو کار د راتلونکي کال په وري مياشت کې پيل شي.د جبل سراج د سمنټو فابريکه، په افغانستان کې د سمنټو لومړۍ فابريکه ده چې له ١٣٣٧ لمريز کال نه تر ١٣٥٧کال پورې يې په نارمل بڼه فعاليت او اقتصادي موثريت درلود، خو له دې کلونو وروسته د توليداتو له کمښت سره مخ شوه او د اقتصادي موثريت کچه يې تر ١٣٨٣ کال پورې ورځ تر ورځې کمېده او بلاخره په ١٣٨٣ کال کې د برېښنا انرژۍ د نشتوالي په سبب له رکود سره مخ شوه.نوموړي د جزيياتو له ورکړې پرته وويل، ټاکل شوې چې تر راتلونکو درېيو مياشتو پورې ددې ولايت د ځينو کوچنيو کانونو د استخراج چارې د ولايت مقام او ولايتي شورا له غړو سره په سلا تر سره شي.د هغه په خبره، د يادو شوو کانونو په استخراج سره به په پروان کې سلګونو کسانو ته د کار زمينه مساعده شي.د پروان ولايتي شورا مشر غلام بهاوالدين جيلاني، د کانونو او پټروليم وزارت له پلانونو د هر کلي ترڅنګ ژمنه وکړه چې پر کانونو د پانګونې او استخراج لپاره به له هېڅ ډول هڅې او کوښښ څخه ډډه ونه کړي.د کانونو او پټروليم وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې د کانونو له ډلې د قرار داد سره سم د کوه صافي ولسوالۍ د کرومايټ ډبرو کان د هېوادوال شرکت لخواستخراجېږي.په دې ولايت کې ١٥ ډوله کاني توکي شته چې څلور کانونه(سرب، جست، د ډبرو سکاره، بيرل) يې د سياه ګرد غوربند دره او څلور نور کانونه(مس، وسپنه، کرومايت او تراورتين ډبرې) په سرخ پارسا ولسوالۍ کې دي.درې نور کانونه د مرمر ډبرو، کوارتز ډبرو او وسپنې پولى ميتال نه عبارت دي چې سالنګ ولسوالۍ کې موقعيت لري، په همدې ډول د سديريت دوه کانونه په سالنګ او جبل سراج، کرومايت کان په کوه صافي ولسوالۍ، د پګماتيت کان د پروان مرکز چاريکارو کې دي.