د اوبو د تنظيم او نغلو بند په بيارغونه ١٢٨ ميليونه ډالر لګول کېږي

اقتصاد
Typography

wb-donation-to-afghanistanد نړيوال بانک ١٢٨ ميليون امريکايي ډالر نوې مرسته به په افغانستان کې د اوبو د تنظيم او د کابل نغلو برېښنا بند په بيارغونه ولګول شي.

د دغې وړيا مرستې قرارداد، نن د کرنې  او اوبو لګولو وزارت، ماليې وزارت او د افغانستان برېښناشرکت او نړيوال بانک ترمنځ لاسليک شو.
نړيوال بانک د نورو نړيوالو تمويلوونکو په استازيتوب د افغانستان د بيارغونې صندوق د مديريت چارې سمبالوي.
د ماليې وزير اکليل حکيمي وويل، د دې مرستو له ډلې ٤٥ ميليون امريکايي ډالر په کروندو کې د اوبو د تنظيم پروژې کار د دوام او پرمختګ لپاره او ٨٣ ميليونه ډالر د کابل د نغلو بند د بيارغونې په برخه کې لګول کېږي.
د هغه په خبره، اوسمهال دا بند د ٩٦ مېګاواټه برېښنا ظرفيت لري، خو د دې بند د توليد ظرفيت له بيارغونې وروسته به د بند د توليد کچه ٧٥ مېګاواټو ته لوړه شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير وويل، په کروندو کې د اوبو د تنظيم پروژه د څلورو کلونو لپاره ده، چې له لارې به يې ١٢٠ د اوبو شبکې بياورغول شي او ١٧٥ به نوې ډيزاين شي.
د هغه په وينا، د دې شبکو په بيارغونې سره شاوخوا ٢٢زره هکتاره ځمکه خړوبېږي او د کابو درې زره هکتاره ځمکې د کمښت ستونزه به حل شي.
هغه وويل،  د دې پروژې په پلي کېدو سره به د اوبو د ١٥ سلنه ضايعاتو مخنيوى وشي او په کرنيزو حاصلاتو کې به ١٥ سلنه زياتوالى راشي.
د هغه په خبره، د دې پروژو له لارې به ١٥زره کسانو ته د کار زمينه مساعده شي.
نوموړي څرګنده کړه چې د يادو شبکو له بيارغونې او ډيزاين سربېره، ٤٥ ميليونه نور ډالر د کرنې وزارت د کارکوونکو او کروندګرو د ظرفيت لوړولو، د اوبو لګولو د ټولنو جوړولو او په دې برخه کې د نوې ټکنالوژۍ د معرفي لپاره ځانګړې شوې دي.
د برېښنا شرکت مشر قدرت الله دلاوري په دې مراسمو کې وويل، له ٨٣ ميليون ډالري مرستې نه چې نن يې قرارداد لاسليک شو، د شپږو کلونو په ترڅ کې به د نغلو بند د بيارغونې او سمبالښت لپاره وکارول شي.
په افغانستان کې د نړيوال بانک مشر رابرټ سام وويل، د دې مرستو موخه د کرنې  او کرنيزو حاصلاتو پياوړتيا او د برېښنا انرژي ته لاسرسى دى.
نوموړي زياته کړه، دا مرستې د افغانستان د بيارغونې صندوق له لارې چې په ٢٠٠٢ کال کې جوړ شوى، ترسره کېږي.
هغه وويل، د ياد شوي صندوق له لارې تر دې وړاندې هم ٤١ميليون امريکايي ډالر په افغانستان کې کروندو ته د اوبو رسولو په برخه کې لګېدلي دي.
د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې،  له دې صندوق سره تر اوسه پورې ٣٤ نړيوالو مرستندويانو د ٨.٥ ميليارد امريکايي ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.