د افغانستان کرنيز محصولات د "برلين زرغونه اوونۍ" کې نندارې ته وړاندې شول

اقتصاد
Typography

agro-expo-in-Dubai

د افغانستان ډول ډول تازه او وچې مېوې د "برلين زرغونې اوونۍ" نندارتون له لارې جرمني کې نندارې ته وړاندې شوي او له افغان سوداګرو سره د څو تړونونو د لاسليک موکه رامنځته شوه.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې چې د سلواغې په ٥مه پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې ليکل شوي دي چې د افغانستان بېلابېل ډول وچې او تازه مېوې لکه پسته، بادام، تور جلغوزي، سنځلې، نخود، مميز، انار، مڼې، انګور او داسې نور د دغه وزارت له لوري په ياد نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوې دي.په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه نندارتون کې د افغانستان له محصولاتو ډېرو مينوالو ليدنه وکړه او د اروپا په ځانګړې توګه د المان خلکو د افغانستان له کرنيزو محصولاتو نه يې په ورين تندي هرکلى وکړ او هيله يې وښوده چې د افغانستان با کيفيته کرنيز محصولات د اروپا په بازارونو کې ترلاسه کړي.سرچينې زياته کړې ده چې دا نندارتون د مرغومې له ٢٤مې د سلواغې تر ٤مې د جرمني په برلين ښار کې ترسره شو چې د نړۍ ٧٠ هېوادونو کرنيز محصولات په کې نندارې ته وړاندې شوي وو.په خبرپاڼه کې له جزئياتو پرته راغلي چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير هم په دغه نندارتون کې برخه اخيستې وه او د "پستې، بادامو، مميزو، وچو توتانو، زعفران او پشمينه" په برخو کې د هېواد ملي سوداګرو ته د لسو تړونونو د لاسليک موکه رامنځ ته شوه.د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خانجان الکوزي وويل چې د دغه نندارتون په اړه جزئيات په لاس کې نه لري؛ خو د دې ډول نندارتونونو جوړول او د تړونونو لاسليکول د افغانستان لپاره د اهميت وړ دي؛ ځکه د هېواد د صادراتو کچه ټيټه ده.اوسمهال افغانستان په کال کې ٥٠٠ ميليونه امريکايي ډالره صادرات او د وارداتو کچه يې نږدې اته ميليارده ډالرو ته رسېږي.