د برېښنا ویاند: برښنا به تر دوشنبې بېرته کابل ته راستنه شي

اقتصاد
Typography

electricity-collumsد برېښنا ریاست ویاند وايي که‎ څه هم طالبانو د ډنډشهاب الدین په شپږو نورو سیمو کې د مرمیو په ډزو سره د برېښنا مزي پرې کړي دي؛خو تراوسه په پنځو برخو کې مزي بېرته نښول شوي دي او تر دوشنبې پورې به برېښنا کابل ته بېرته راستنه شي.

د برېښنا ریاست ویاند وحیدالله توحیدي څرګنده کړه: "تر دوشنبې پورې برېښنا بېرته کابل ته راستنېږي.په شپږو او اوو برخو کې چې طالبانو د برېښنا مزي له منځه وړي وو،پر هغو کار جریان لري او د هغې پنځه برخې نښلول شوې دي".

دا په داسې حال کې ده چې د شلو ورځو راهیسې د کابل اوسېدونکي برېښنا نه لري او ټول کابل تیاره دی،د دغې مودې په اوږدو کې د کابل ډېریو سیمو په ورځ کې یوازې یو ساعت یا لږ زیاته برېښان لرلې ده.

بله ستونزه داده چې په ۱۲ کیلو متره سیمه کې طالبانو په شپږ یا اووه برخو کې مزي په ډزو سره پرې کړي دي، خو ویل کېږي چې تر اوسه یې شپږ برخې نښلول شوي دي او یوازې د قزاقانو په کلي کې مزي نه دي نښول شوي.

د بغلان د برېښنا رئیس غلام حسین حیدر په دې اړه وویل: "پایه لوېدلې ده او موږ برېښنا نښلوو،خو پر دغې پایې بنسټ کار شپږ ورځې وخت نیسي".

اخوا اندېښنه داده چې د دولت وسله وال مخالفان تر اوسه هم د بغلان د امنیت او د برېښنا د ستنو او پایلو په وړاندې جدي ګواښ بلل کېږي.

د بغلان د ولایتي شورا غړي ظریف ظریف په دې اړه څرګنده کړه: "د یو کیلومټرۍ واټن څخه طالبان ډزې کوي او تراوسه هم د برېښنا شرکت د کارکوونکو لپاره ستونزې رامنځته کوي".

دولتي ځواکونه هڅه کوي څو امنیتي ستونزې هوارې کړي او کابل ته د برېښنا د مزو تړلو لپاره لاره هواره کړي.

د بغلان د امنیې قومندانۍ د امنیت آمر عبدالرشید بشیر ټينګار وکړ: "د بغلان عملیات دوام لري ترڅو په دې ځای کې د مخالفانو لپاره امن ځای پاتې نه‎شي".

ښايي په نړۍ کې کابل یوازینۍ پلازمېنه وي چې برېښنا نه لري او د پلازمېنې زیات اوسېدونکي له دې پلوه له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي،مهمه نیوکه دا ده چې په تېرو ۱۵ کلونو کې هېچا د کابل د برېښنا لپاره بنسټیز کار نه دی کړی.