له کندهار څخه د ٦٨ ميليونه ډالرو په ارزښت وچه او تازه مېوه بهر ته صادره شوې

اقتصاد
Typography

Kandahar-industry-and-trad-departmentد کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي، په روان کال کې له دې ولايت څخه د ٦٨ ميليونه ډالرو په ارزښت وچه او لنده مېوه بهر ته صادره شوې ده.

د سوداګرۍ خونې مرستيال انجنير عبدالباقي بينا له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې له کندهار څخه د روان کال په تېرو لسو مياشتو کې ٢ زره ټنه وچه مېوه صادره شوې چې ټوليز ارزښت يې ٤٩ ميليونه ٨٤٨ زره ډالر کېږي.

په وچه مېوه کې کشمش، انځر، ابجوشې، هفتاوۍ(ارتاوۍ)، کښته، بادام او نور شامل دي.

نوموړي زياته کړه، په همدې کال کې د ٤ ميليونه ٤٢٧ زره امريکايي ډالرو په ارزښت ٢١ زره ټنه تازه مېوه هم صادره شوې چې په کې انګور، انار، زردالو، خټکي، مڼې او نور شامل دي.

د هغه په وينا، د وچې او تازه مېوې تر څنګ د ٨ ميليونه ١٢٠ زره ډالرو په ارزښت ٤ زره ٩٨٢ ټنه طبي بوټي، د ١١١ زره ډالرو په ارزښت ١٠٩ ټنه وړۍ، د ٦ مېليونه ډالرو په ارزښت ٥٨٩ زره حيواني پوستکي او نور هم بهرنيو هېوادونو صادر شوي دي.

بينا يادونه وکړه چې د لومړي ځل لپاره يې سږ کال د ژمي په موسم کې د پاکستان ګرمو سيمو ته د ايسکريم صادرات هم لرل.

ده زياته کړه : ((په کندهار کې د ياران په نوم د ايسکريمو فابريکې د روان کال د ژمي په موسم کې د پاکستان ګرمو سيمو ته د ١٠ زره ډالرو په ارزښت ٩٦٠٠ کيلوګرامه ايسکريم صادر کړي، چې د صادراتو په برخه کې نوى ګام دى.))

د سوداګرۍ خونې مرستيال په ټوليزه توګه په روان کال کې د وچې او تازه مېوې او نورو صادراتو کچه ٥٩ زره ٦٨٤ ټنه ياده کړه چې ټوليز لګښت يې ٦٨ ميليونه ٤٦٩ زره امريکايي ډالر کېږي.

خو هغه د تازه مېوې په ځانګړې توګه د انګورو او انارو د صادراتو په برخه کې يادونه وکړه چې ډېر يې په ناراجستر شوې توګه هم بهر ته صادر شوي چې ارزښت يې ميليونونه ډالر کېږي.

د نوموړي په وينا، ډېره اندازه وچه او لنده مېوه له ولسواليو څخه بارېږي، د دې لپاره چې مېوه خرابه نه شي او تر کندهار ښار پورې څو زره افغانۍ زياته کرايه پرې وانخيستل شي، سوداګر هڅه کوي مېوه په لنډ وخت کې تر بهره ورسوي، نو ځکه ډېره مېوه له راجسټر کېدو پاتې کېږي.

بينا وويل، له کندهار څخه د وچې او تازه مېوې ٩٧ سلنه صادرات پاکستان او هندوستان ته شوي، خو د دې تر څنګ متحده عربي اماراتو، جرمني او امريکا ته هم تللي دي.

دى وايي، دا چې افغانستان په وچه کې ايسار هېواد دى نورې نړۍ ته لنډه لار نه لري او د هوا له لارې بيا پر صادراتو ډېر لګښت راځي.

نوموړي يادونه وکړه چې که افغان سوداګرو ته د هوا له لارې د کارګو الوتکو اسانتياوې برابرې شي او دغه راز د ګاونډيو هېوادونو په مرسته د نورو ځکمنيو لارو همکاري وشي، نو افغان سوداګر به وکولاى شي خپل افغاني محصولات او توليدات اروپا او امريکا ته هم صادر کړي.

ده وويل په دې وروستيو کې په دې برخه کې له ترکيې هېواد سره خبرې شوې چې هم به دغلته ګونسلګري پرانيزي او هم به کندهار ته الوتنې پيلوي چې کېداى شي اروپايي هېوادونو ته د صادراتو د پراخولو په برخه کې اغېزمن ګام ثابت شي.

بينا زياته کړه، همدا اوس پر دې کار روان دى چې د افغان سوداګرو يو پلاوى ترکيې ته ولاړ شي او د هغه ځاى له سوداګرو سره خبرې وکړي، څو د افغان ترک په نوم يوه ګډ شرکت جوړ کړي او په دې توګه د ترکيې له لارې د کندهار وچه او تازه مېوه اروپا او نورو هېوادونو ته صادره شي.

خو نوموړي دا هم وويل چې عربي هېوادونو بيا ايران لنډه لاره کېداى شي چې د افغانستان حکومت له هغوى سره خبرې وکړي او هغوى دې ته وهڅوي چې افغان سوداګرو ته د خپل هېواد له لارې د ټرانزيټ اسانتياوې برابرې کړي.

دى وايي ډېرى افغاني محصولات په عربي هېوادونو کې ښه مشتريان لري، خو ستونزه تر هغوى پورې د ور رسولو ده.

د کندهار د وچې او لندې مېوې سوداګر هم ګيله کوي چې له تېرو څوارلسو کلونو راهيسې ورسره ژمنې شوې چې د دې ولايت انارو، انګورو او نورو مېوو ته به نړيوال بازارونه موندل کېږي او د هوايي لېږد اسانتياوې به برابرېږي، خو تر اوسه هم هيڅ هم نه دي شوي.

د کندهار د تازه مېوې د سوداګرو د ټولنې مشر حاجي ناني اغا پژواک اژانس ته وويل، اوسمهال ډېره مېوه پاکستان او هندوستان ته صادرېږي، چې د هغه ځاى سوداګر يې د خپلو هېوادونو په نوم نورې نړۍ ته صادروي او ډېره ګټه يې هم هغوى تر لاسه کوي.

هغه دغه راز نيوکه وکړه چې څه موده مخکې پرېکړه شوې وه چې پاکستان به اجازه ورکوي، څو افغان سوداګرو خپل محصولات په افغان نقليه وسايطو کې د لاهور تر واګه بندر پورې ورسوي، خو دا تړون عملي نه شو.

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې د صادراتو په برخه کې د اسانتياوو پر ډېرولو کار وکړي، څو په روانو شرايطو کې له همدې لارې د هېواد اقتصادي وضعيت ښه شي.