چارواکي: سږ کال ۲۴ زره ټنه مميز بهر ته صادر شوي دي

اقتصاد
Typography

rasine

د سوداګرۍ او صنایع خونو چارواکي وایې، که څه هم د دوی موندنې ښیې چې سږ کال د ممیزو صادرات ۱۰ سلنه کموالی لرلو خو د دوی په اند شته ستونزو ته په کتو بیا هم هېواد کې د ممیزو د صادراتو کچه مناسبه ده.

د سوداګرۍ او صنایعو خونو د شمېرو له مخې سږکال اروپايې، امریکايې، آسیايې او آسترالیا ته کابو ۲۴ زره ټنه ممیزصادر شوي دي.د سوداګرۍ او صنایعو خونو چارواکي وایې، اوس‎مهال یو کانټینر صادراتي ممیز نېږدې ۴۰ ورځو په ترڅ کې اروپا ته رسېږي او د لارې په اوږدو کې څو ځلکه د ممیزو بار ښتکته کېږي.د سوداګرۍ او صنایعو خونو د صادراتو څانګې رئیس میز زمان پوپل په دې اړه وویل:"سږ کال په بازارونو کې هم ممیز زیات دي او هم ډېر پروسس شوي دي؛ د میمزو صادراتو پر وړاندې شته ستونزې هېواد کې ترانزیت د معیاري آزموینتونو نشتون او د کیفیت څرګندول دي."په همدې حال کې، د ممیزو فابریکه‎لرونکي وایې چې سږکال د نړۍ بازارونو ته د هېواد د ممیزو په صادراتو کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.د تبسم د ممیزو د پروسس شرکت رئیس اسدالله عزیزي وویل:"په بهر کې زموږ اخیستونکي چې تېر کال یې ۲۰ کانټینره ممیز له موږ څخه اخیستل، خو اوس ۱۰ او یا هم لږ غواړي؛ یعني اوس هم د افغانستان ممیزو بیه په نړیوالو بازارونو کې لوړه ده خو غوښتنه یې کمه ده."یوشمېر کارپووهان له حکومت څخه غواړي څو په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان ممیزو ته بازار او د بڼوالو لپاره د میوو وچولو لپاره خونې جوړې کړې.