د لبنياتو عايد

اقتصاد
Typography

NGR-Diary-proccessing-1د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي چې په ټول هېواد کې د کرنيزو محصولاتو د پروسس فابريکو پراختيا نه يوازې د مصرفوونکو بلکې د پلورونکو او مالدارانو لپاره هم ګټوره ده.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د نوښتونو د پراختيا اقتصادي ملاتړ کوي. د بېلګې په توګه ددې نوښتونو يو هغه يې په ننګرهار ولايت کې د (ختيځ) د لبنياتو د پروسس فابريکه ده. دغه فابريکه چې د ختيځ زون د لبنياتو د اتحاديې(ختيځ) او د ننګرهار ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست له خوا اداره کېږي، په ورځ کې د ٧٥٠ کيلوګرامه شېدو په پروسس کولو سره سلګونه کرونګرو ته عايد ورکوي. د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د لومړي ځل لپاره د ١٣٩٣ کال د سلواغې په مياشت کې په ننګرهار کې د ختيځ زون په کچه د لبنياتو د پروسس فابريکه جوړه کړه. دا پروژه چې شپږ ميليونه ډالره لګښت لري، د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې د پروګرام له خوا تمويليږي. د ننګرهار ولايت د کرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست سرپرست شاکر الله شاکر وويل د (ختيځ) د لبنياتو فابريکه د کروندګرو په اقتصادي حالت او کرنيز اقتصاد کې مهم رول لوبولي. دا پروژه د شپږو ولسواليو د کروندګرو لپاره جوړه شوې او له اړوندو کوپراتيفونو څخه شېدې را ټولوي. ښاغلي شاکر وويل:“ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او ملګرو ملتونو د کرنې او خوراک سازمان په مرسته د کروندګرو د ژوند وضعيت د پام وړ ښه شوی دی.” فابريکه کې د شېدو په پروسس بوخت دي، دا فابريکه د زرګونه کيلوګرامه شېدو د پروسس وړتيا لري.NGR-Diary-proccessing-2

د ختيځ زون د لبنياتو د فابريکې رئيس محمد نبي وويل چې له ١٥٠٠ زيات کروندګر په دې اوسمهال دغه فابريکه هره ورځ له ٧٠٠ تر ١٠٠٠ کيلوګرامه شېدې را ټولوي. دا فابريکه شېدې، مستې، کوچ، شړومبې او خالص غوړي توليدوي. د کامې ولسوالۍ يو مالدار فضل غني وويل:“ زه هره اونۍ پر دې فابريکه ١٦ کيلوګرامه شېدې خرڅوم او په بدل کې يې څو زره افغانۍ تر لاسه کوم، پخوا مې هېڅ عايد نه درلود، خو اوس ددې فابريکې په مرسته کولى شم د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کړم.” د بهسود ولسوالۍ يو کروندګر بختيار وويل دا فابريکه له ده او کورنۍ سره يې خدايي مرسته ده، ځکه هغه نور اړ نه دى چې د خپل کور شېدې بازار ته يوسي او کرايه ورکړي. هغه اوس کولى شي د خپل کور په څو کيلومترۍ کې شېدې وپلوري. نوموړي زياته کړه:“ دا زموږ د کورنيو لپاره د دولت په مشرۍ د پراختيايي پروژو يوه ښه بېلګه ده.”