18
السبت, تشرين2

کندهار کې د لوی صنعتي پارک جوړېدل

اقتصاد
Typography

saarc

د سویلي اسیا د سیمه‎ییزو همکاریو د سوداګرۍ او صنایعو خونې په کندهار ولایت کې یو لوی صنعتي پارک جوړوي.

د یادې خونو چارواکي وايي د دغه پارک د جوړولو زمینې برابرولو لپاره د افغانستان حکومت او د سوداګریو خونو یو شمېر غړي چمتو دي چې دنېږدې ۱۰۰ملیونو ډالرو په لښګت کندهار ولایت کې یاد صنعتي پارک جوړ کړي.له بلې خوا، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، یو کندهاری سوداګر چمتو دی چې دغه پارک ته لازمه ځمکه ورکړي.د سارک چارواکي وايي دغه پارک کې به د حرارتي برېښنا دستګاه هم جوړه کړي چې ۵۰ میګاواټه برېښنا به تولیدوي.د سارک سوداګریو او صنایعو خونو رئیس، سورج وایدیا وایي:" اړتیا ده چې موږ ددغه صنعتي پارک د جوړیدو لپاره پانګونه وکړو ؛ دا یوه لویه پروژه ده او په پلي کیدو سره یې په افغانستان کې نور هم پانګونې ته وهڅول شي او له بلې خوا ځوانانو ته کار زمینه برابرولای شي."له بلې خوا، د صنایعو ټولنه په افغانستان کې د سارک سازمان د غړو هېوادونو د پانګونې په هرکلي سره وايي حکومت باید له دغو فرصتونو په سمه توګه ګټه واخلي .د افغانستان د صنایعو ټولنې رئیس، سخي احمد پیمان وایي:"په افغانستان کې د پانګونو لیوالتیا ته په کتوسره باید د افغانستان له دغو موکو کار واخلي، ځکه چې دغه پانګونې په افغانستان کې د کار لپاره باور زیاتوي."دا په داسې حال ده چې د سوداګرۍ او صنایعو ټولنو چارواکي وايي چې که افغان حکومت په هېواد کې د پانګونې لپاره لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي؛ د دې خونې یو شمېر غړي حاضر دي چې په بیلابیلو ولایتونو کې په بیلابیلو تولیدي برخو کې پانګونې وکړي.