د جبل السراج د سمنټو فابریکې بیا پرانستل

اقتصاد
Typography

Jabel-saraj-cement-factoryپه پروان ولايت کې د جبل السراج د سمنټو فابريکې بيا رغونه ددې ښکارندويي کوي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اقتصادي ودې لپاره څومره هڅې کوي. د روان کال د وري مياشتې په ١٥مه نېټه ددغې فابريکې د پرانيستې په مراسمو کې لوړ پوړو دولتي چارواکو، سيمه ييزو مشرانو، د خلکو استازو او د پروان والي برخه اخيستې وه.

 

ددغې فابريکې بيارغونه افغانانو ته ډيرې ګټې لري، د پروان والي انجينر محمد عاصم ددې خبرې په کولو سره د غونډې ګډونوالو ته وويل:“ په ټوله کې دا د پروان ولايت د خلکو او د هېواد د اقتصاد په ګټه اقدام دی، موږ نېکمرغه يوو چې د طبيعي سرچينو په يو ه بډای هېواد کې اوسېږو. دا د ټولو افغانانو دنده ده چې له دغو سرچينو څخه د ګټې اخيستنې په برخه کې د حکومت ملاتړ وکړي.” د پروان د والي وياند وحيد صديقي خبريالانو ته وويل تر اوسه په دې فابريکه کې ١٣٠ تنو کار پيل کړى او ددغې فابريکې تر بيا رغونې وروسته به ٥٠٠٠ تنه په مستقيمه توګه کار پيدا کړي. نوموړي وويل:“ دا د سيمه ييز اقتصاد او پروان ولايت د خلکو لپاره د دولت مستقيمه پانګونه ده.” د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ددغې فابريکې پر بيا رغونه څه باندې ٧ ميليونه افغانۍ لګولي چې له يو خوا به د يادې فابريکې د سمنټو توليد زيات شي او له بلې خوا به په ټول هېواد کې سمنټو ته په زياتېدونکې توګه د خلکو اړتياو ي پوره شي. د طالبانو د رژيم له نسکورېدو وروسته، په افغانستان کې د بيا رغونې کارونه له سره پيل شول، افغانستان د سيمې په هېوادونو کې د سمنټو لوی واردونکی هيواد شميرل کيږي. د افغانستان د احصا‌ئي د مرکزي ادارې د شميرو پر بنسټ يوازې په ٢٠١٤ کال کې افغانستان ته کابو ٣،٥ ميليونه ټنه سمنټ وارد شوي او ددې وارد شويو سمنټو تر څنګ په هېواد کې توليد شوي سمنټ هم مصرف شوي دي. د غوري سمنټو فابريکه په افغانستان کې د سمنټو د توليد يوه لويه فابريکه ده چې په ٢٤ ساعتونو کې ١٤٠٠ ټنه سمنټ توليدوي. “د سمنټو زياته کارونه ددې ښکارندويي کوي چې په ودانيز سکټور کې فعاليت ډير دی” ښاغلي صديقي ددې خبرې په کولو سره وويل:“د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت تر ټولو ستر لومړيتوب د هيواد د اقتصادي سکټور بيا فعالول او نړيوالو بازارونو ته د افغانستان د توليداتو او محصولاتو رسوول دي.”