18
السبت, تشرين2

د چابهار درې اړخیز ترانزیټي هوکړه‎ ‎لیک په تهران کې لاسلیک شو

اقتصاد
Typography

Chah-Bahar-port د افغانستان، ایران او هندوستان ترمنځ درې اړخیز ټرانزیتي او سوداګریز هوکړه لیک لاسلیک شو.

د دغه هوکړه لیک په لاسلیک کېدو سره به افغانستان ته د صادراتو او وارداتو لګښت کم شي او د چابهار بندر له لارې به د افغانستان صادرات د هند بازارونو ته ورسېږي.
دا هوکړه لیک په افغانستان کې د هند د پانګونو زمینه برابروي او د کراچۍ له بندر سره د افغانستان تړاو کموي.
د ایران ولسمشر د چابهار بندر د درېیو هېوادونو لپاره پسرلی ګڼي.
ولسمشر غني وايي په اسیا کې خوځښت به د نړۍ د سولې او ثبات لامل شي.
ښاغلي غني زیاته کړه:«زموږ اراده نن له چابهار څخه پیلېږي، او پای به یې د اقتصادي او فرهنګي همکاریو هر اړخیزه او سرتر سره پراختیا وي.»
د ایران ولسمشر وایي د چابهار تړون د هیڅ هیواد پرخلاف نه دی.
د ایران ولسمشر حسن روحاني څرګنده کړه:«د تهران،ډهلي او کابل له خوا د سیمې او نړۍ لپاره د سیمه‎يیزو هېوادونو د پرمختګ لاره د ګډو همکاریو په سیوري او د سیمه‎ييزو فرصتونو څخه په استفادې سره دي.»
له بلخوا د هند لومړی وزیر وايي د چابهار تړون به د سیمې د تاریخ لاره بدله کړي.

د هند لومړي وزیر نرېندا مودي په دې اړه وویل:«دا تړون به د هېوادونو له پولو وراخوا وځلېږي.»
له بلخوا د افغانستان او ایران ولسمشران او د هند لومړی وزیر د درېیو واړو هېوادونو ترمنځ پر لازیاتو همکاریو ټینګار کوي.