اقتصادپوهان د چابهار لاره د سوداګرۍ د نښلولو لاره بولي

اقتصاد
Typography

هند ته به د چابهار بندر له لارې د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو د سوداګریزو راکړو ورکړو په پیل سره، په آسیا کې د لویو سوداګریزو او ترانزیتي فرصتونو زمینه مساعده شي.

Chabahar-portد اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پیل مهم بولي او وایي چې له دې کار سره به پاکستان د افغانستان، هند او منځنۍ آسیا د توکو د ترانزیت لویه برخه له لاسه ورکړي.
کارپوهان وايي چې د چابهار بندر لار نړیوالو اوبو ته د رسېدو لپاره افغانستان او منځنۍ آسیا ته تر ټولو نږدې لار ده او د دې بندر په کارېدو سره به د ملي عوایدو له زیاتېدو سربېره په منځنۍ آسیا کې د افغانستان ترانزیتي ونډه هم زیاته شي.
د هند؛ ایران او افغانستان د مشرانو له لورې د چابهار بندر د درې اړخیز سوداګریز او ټرانزیټي هوکړه لیک په لاسلیکېدو سره هند ته د افغانستان او د منځنۍ آسیا د شپږو هېوادونو سوداګریزو او ټرانزیټي توکو لیږدول پېل شول .
د سمه‎ییزو مطالعاتو په مرکز کې یو شمېر کارپيوهان د چابهار بندر فعالېدل د ایران د بندر عباس او د پاکستان د کراچۍ بند مناسبه بدیله لاره بولي .
د اقتصادي چارو یو شمېر کار د چابهار بندر لارې ته د هند ډېره لېوالتیا د آسیا د دویم اقتصاد په توګه د منځنۍ آسیا او اروپا هېوادونو ته د لېوالتیا په مانا بولي .