افغانستان د پیسو نړیوال صندوق په درې کلن پروګرام کې شامل شو

اقتصاد
Typography

مالیې وزارت د افغانستان د  حکومت په استازیتوب د پیسو نړیوال صندوق له چارواکو سره د اقتصادي اصلاحاتو پر درې کلن پروګرام باندې هوکړه وکړه. د یاد بانک مدیره پلاوي د چنګاښ میاشتې په ۳۰ مه چې د روان میلادي کال د جولای له ۲۰ مې سره سمون خوري اعلان وکړ چې افغانستان یې په خپل درې کلن اصلاحي پروګرام کې شامل کړ او ددې پروګرام له مخې به افغانستان ۴۵ میلیونه ډالر د اعتبار په توګه  لاسته راوړي.

ددې پروګرام اساسي تمرکز پر اقتصادي اصلاحاتو، له فساد  سره پر مبارزې، د پانګونې له پاره د یو مناسب چاپیریال په رامنځ ته کیدو، خصوصي سکتور د ودې او د هیواد د مالي او  اقتصادي ثبات ساتل دي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان د پیسو نړیوال صندوق د ۹ میاشتني پروګرام په کامیابۍ سره د بشپړولو وروسته، وتوانید چې په درې کلن پروګرام کې شامل شي.