د نړیوالې سوداګرۍ خونه په کابل کې خپله نمایندګې پرانیزې

اقتصاد
Typography

د نړیوالې سوداګرۍ خونې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته د یو مکتوب په استولوسره په کابل کې د خپلې نمایندګۍ د پرانیستلو په اړه زیری ور کړی دی.

په کابل کې د نړیوالې سوداګرۍ خونې د رامنځ ته کولو پریکړه د روان کال غبرګولي په ۲۶ چې د جون میاشتې له ۱۵مې نېټې سره برابره ده، د دغه سازمان نړیوالي شورا په دوه سوه پنځمه غونډه کې تصویب شوه. د دې پريکړې وروسته، دا بنسټ د افغانستان نړیوالي سوداګرۍ خونې یا ICC Afghanistan په نوم یادیږي.
په کابل کې ددې بنسټ نمایندګۍ پرانیستلو سره به د دې بنسټ نورو غړو او د افغانستان خصوصي سکتور ترمنځ همکارۍ پرمختګ وکړې او له نورو هېوادونو سره به د افغانستان سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لامل وګرځي. دغه مکتوب کې افغان حکومت ته د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ افغانستان سره د خصوصې سکتور په برخه کې د لا ډیرې همکارۍ لپاره د چمتووالي یادونه هم شوي.
د یادونی وړ ده چي د نړیوالې سوداګرۍ خونه په ۱۳۰ هېوادونو کې  د ۶،۵ ملیونه غړو په درلودلو سره په نړۍ کې یو له سترو نړیوالو سوداګریزو بنسټونو څخه ګڼل کیږي. د نړۍ ستر شرکتونه، کوچني او متوسط سوداګریز بنسټونه او له ټولې نړۍ څخه سوداګریزې ټولنې او سیمه ایزې سوداګرۍ خونې د دې بنسټ غړي تشکیلوي. د نړیوالې سوداګرې خونې اساسي موخه د سوداګرۍ دودولو، پانګونې، او د اقتصادي خدمتونو عرضه کولو او په نړیوالو بازارونو کې د توکو لپاره د اسانتیاو برابرولو له لارې د اقتصادې ودې څخه ملاتړ ګڼل کیږي.