18
السبت, تشرين2

مالي سرچینو ته لاسرسی د ښځینه متشبثو شمیر ډيروي

اقتصاد
Typography

د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې(USAID) د افغانستان په پراختیا کې پانګونې لپاره پیسو ته لاسرسی(FAIDA)  پروګرام په کابل کې د امریکا سفارت سره په همغږي دغه سفارت کې «بازار او مالي خدمتونو ته لاسرسی له لوري د ښځو پیاوړي کول» تر نوم لاندی د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۲۶ نیټه یوه غونډه جوړه کړه. دغې غونډې کې د هغو زرګونو افغانو ښځینه متشبثو په استازیتوب چې د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې(USAID) د افغانستان په پراختیا کې پانګونې لپاره پیسو ته لاسرسی(FAIDA) پروګرام مالي سرچینو ته لاسرسی، تشبث څخه تشبث ته، او کار زدکړي فرصتونو پروګرام څخه ګټه اخیستلي، د یوشمیر بریالیو شځو څخه قدرداني وکړه.

په ۲۰۱۱ کال کې د پیل راهیسې، د افغانستان په پراختیا کې پانګونې لپاره پیسو ته لاسرسی(FAIDA) پروګرام ۵۵۰۰ متشبثینو ته ۵۶ میلیونه امریکایی دالرو په ارزښت د خصوصی سکتور پور چمتو کړی دی، چې ۳.2 میلیونه یې هغو تشبثونو ته ورکړل شوی چې د ښځو اړوند دي او یا د ښځو له خوا پرمخ بیول کیږي. دغو پورونو د ۶۰۰۰ نویو دندو فرصتونو چمتوکولو کې مرستې له لوري چې ۱۸۰۰ یې ښځو لپاره دي، ۷۵۰۰۰ کورنیو ته ګټه رسولي.
سفیر مکنلي څرګنده کړه چې « شځینه متشبثې او شځینه کارکونکې نه یواځې په خصوصي سکتور کې بلکه په تولیزه توګه د افغانستان په اقتصاد کې یو لوی رول لري چي ویې لوبوې. مونږ باید د مالي ګډون (ادغام) نوښتونو او کار زده‌کړۍ پروګرامونو له لوري (څه رنګه چې د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې(USAID) د افغانستان په پراختیا کې پانګونې لپاره پیسو ته لاسرسی(FAIDA) پروګرام له لوري وړاندې کیږي) برابرۍ او اقتصادی پیاوړتیا ته رسیدو لپاره د دوي هڅو ملاتړ وکړه.» هغه زیاته کړه چې  «په افغانستان کې د ښځو ژوند یواځې د زدکړې او په کارځای کې د فرصتونو پراخولو له لوري بدلولۍ شو.»
د افغانستان بانک لمړي مرستیال ښاغلي خان افضل هډه‌ وال څرګنده کړه «مونږ ډيره اوږده لاره طی کړي ده، خو د هغې ورځې لیدو لپاره چې ښځې د هیواد په بدلون کې برابره وڼډه ولري، لا ډيره اوږده لاره پاتي ده چې پرمخ لاړشو او ستونزمنې موخې ترلاسه کړو.» هغه زیاته کړه «زه باور لرم چي د راتلونکي لپاره د ښځو اقتصادي پیاوړتیا باید د افغانستان حکومت او زمونږ شریکو غاړو یو لوی لمړیتوب و اوسی. مونږ باید د ښځو اړوند او د ښځو مدیریت لاندې تشبثونو ته اغیزمند او بسا مالي لاسرسی شتون تضمین کړو.»
د ویناوو وروسته، د ښځو اړوند تشبثونو، حکومتي او نړیوال لیدونکو او د مراسمو ګډونوالو ته د خپل تولیداتو ورښودلو لپاره یو نندارتون جوړ کړ چي لاسي صنایع، وریښمینې جامې، ګاڼې، خامک، زعفران، وچه میوه او مساله جات یې نندارې ته وړاندي کړل.
د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې(USAID) د افغانستان په پراختیا کې پانګونې لپاره پیسو ته لاسرسی(FAIDA) پروګرام د یوه پایداره، متنوع محصولاتو درلودونکي او بشپړ مالي سکتور په رامنځته کیدو کې مرسته کوي چې وکولای شې دوامداره دندو فرصتونه رامنځته کړي او وکولۍ شې چې د لویو او وړو تشبثونو اړتیاوي پوره کړي. دغه ۱۰۸ میلیون دالري پروګرام د ۲۰۱۱ کال په فبروري کې پیل او د ۲۰۱۶ کال په آګست کې پای ته رسیږي.
د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیاردو  ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایې اداره د افغانستان لپاره د ټولو څخه لویه دوه اړخیزه مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایې اداره د افغانستان خصوصي سکتور په رهبري د اقتصادي ودې رامنځته کیدل تضمینوي، د یوه دیموکراتیک او توان من دولت رامنځته کولو کې چي د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي، او ټولو افغانانو ته اساسي روغتیایې او روزنیزو خدمتونو چمتوکولو کې د افغانستان دولت او ولس سره ملګرتیا کوي.