د ۱۳۹۶ مالي کال بودجې د اوریدو په اړه لومړنۍ ناسته جوړه شوه

اقتصاد
Typography

د ۱۳۹۶ مالي کال د ملي بودجې د جوړیدو او د اوریدو مرحله د وږې د میاشتې په ۶ مه پیل شوه. د مالیې وزارت به په راتلونکو اونیو کې له ۶۳ بودجوي واحدونو سره د بودجې اوریدو دا ډول ناستې وکړي.

په یاده ناسته کې د ملي امنیت عمومي ریاست، د افغانستان بریښنا شرکت، لویه څارنوالي او د اوبو رسولو او شهري کانالیزاسیون د ۱۳۹۶ کال مالي بودجې په اړه خپل پلانونه وړاندې کړل.
د بودجې اوریدو په لومړۍ ناسته کې د ۱۳۹۶ مالي کال بودجې د آټکل په اړه خبرې وشوې. له ټولو بودجوي واحدونو سره له ناستې وروسته به د بودجې مسوده د وزیرانو شورا او ملي شورا ته د منظورۍ له پاره وړاندې شي.