د جمهور رئیس غني په حضورکې د شبرغان ګاز څخه د برېښنا د تولید تفاهم لیک لاسلیک شو

اقتصاد
Typography

د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهور رئیس محمد اشرف غني په حضور کې د انرژۍ او اوبو وزیر علي احمد عثماني او د بیات پاور شرکت  رئیس احسان الله بیات د شبرغان طبیعي ګاز څخه  د ۵۲ میګا واټه برېښنا د تولید تفاهم لیک لاسلیک کړ.

electricityد جمهور رييس د وياند دفتر خبر ورکړ: د یاد تفاهم لیک د لاسلیک په مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، د انرژۍ او اوبو وزیر علي احمد عثماني وویل، بیات پاور شرکت به په  درې میاشتو کې د انرژۍ او اوبو وزارت ته یو پروپوزل وړاندې کوي  چې له ارزونې وروسته به د تائید لپاره اقتصادي عالي شورا ته وړاندې شي.
عثماني وویل، بیات پاور شرکت  د لومړۍ پیشنهادي طرحې په اساس د ۲۵۲ میلیونو ډالرو په لګښت په دريو فازونوکې ۱۹۲ میګاواټه برېښنا تولیدوي، چې د اقتصاد عالي شورا لومړی فاز یانې د ۵۲ میګاواټه برېښنا تولید تائید کړی.
د انرژۍ او اوبو وزیر وویل، بیات پاور شرکت به په دريو میاشتو کې له ګاز څخه د برېښنا د تولید لپاره د نړۍ نوې او پرمختللې ټکنالوژۍ معرفي کړي او تر څنګ به یې د ژوندچاپیریال، د برېښنا او ګاز مناسبه بیه او ټول تخنیکي مسایل په پام کې نیسي.
انجنیر علي احمد عثماني څرګنده کړه، یاد شرکت باید تخنیکي شرایط، د قرارداد د تطبیق او ګټې ته د سپارلو موده او  مالي منابع مشخص کړي. هغه زیاته کړه، د لومړۍ طرحې مطابق دغه پروژه په شپږو میاشتو کې د بیات پاور شرکت په مالي او تخنیکي مرسته تطبیقېږي.
ورپسې  د بیات پاور شرکت رئیس انجنیراحسان الله بیات د انرژۍ او اوبو له وزارت سره د دغه تفاهم لیک لاسلیک  د برېښنا د تولید له پلوه د افغانستان د خودکفایۍ لپاره مهم وباله او زیاته یې کړه، د دغې پروژې تطبیق به د نهایي تړون له لاسلیک وروسته شپږ میاشتې وخت ونیسي.
ښاغلي بیات وویل،له طبعي ګاز څخه د برېښنا د تولید په برخه کې په لومړي فاز کې  ۵۲میګاواټه برېښنا تولیدېږي، په دویم فاز کې دغه ظرفیت ۱۵۰  میګاو واټه او په دریم فاز کې ۱۹۲ میګا واټو ته لوړېږي.
انجنیر احسان الله بیات وویل، د ۵۲ میګاواټه برېښنا د تولید له لارې به د افغانستان دولت د کال ۹۰۰ میلیونو افغانۍ ترلاسه کړي او د دریم فاز په بشپړولو سره به د دولت کلنی عاید ۳،۲ بیلیون افغانیو ته ورسېږي.
د بیات شرکت رئیس څرګنده کړه، د نوې ټکنالوژۍ او ماشینونو پر مټ به له ضایعاتو پرته د شبرغان ګاز څخه  برېښنا تولید کړي. هغه وویل، د شبرغان ګاز څخه د برېښنا د تولید په برخه کې ۲۵۰ میلیونه ډالره پانګونه به کورني او بهرني پانګه وال پانګونې ته وهڅوي.