د جمهوررئیس غني په حضور کې د غالیو د استوګنیزو او صنعتي ښارګوټو د جوړیدو قرارداد لاسلیک شو

اقتصاد
Typography

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې د ښارجوړولو وزارت، د ځمکو د خپلواکې ادارې او د غالیو د تولیدونکو او صادرونکو اتحادیې ترمنځ د غالیو د استوګنیزو او صنعتي ښارګوټو جوړولو قرارداد لاسلیک شو.

دجمهوري رياست  دوياند مطبوعاتي دفتر خبرورکړ. د یاد قراراداد د لاسلیک پر مهال چې تیره ورځ ارګ کې وشو د اقتصادي سکتور یو شمېر مسوولانو هم حضور درلود چې په پيل کې د ځمکو د خپلواکې ادارې رئیس محمد جواد پیکار خبرې وکړې، هغه غالۍ جوړونکي او افغان پانګوال چې د بېلابېلو هېوادونو څخه راغلي وو، ښه راغلاست ووایه.
هغه وویل: خصوصي سکتور ته د لازمو اسانتیاوو رامنځته کول او د کورني صنعت او خصوصي سکتور د ملاتړ او ودې په خاطر وچو دولتي ځمکو ته د هغوی لاسرسی، له وچو دولتي ځمکو څخه د سمې ګټې اخېستو او د کار رامنځته کولو په خاطر د غالیو سکتور کې پانګونه او د بېوزلۍ له منځه وړل، د هېواد د ملي سټراټيژۍ مهمې موخې دي.
پیکار زیاته کړه، دا پروژه د غالیو صنعتي او استوګنیزو ښارګوټو په نامه نومول شوې ده چې د غالیو د اتحادیې له لارې د ښار جوړولو وزارت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د غالیو ځنځیره يي ارزښت ته په پام ډيزاین او نقشه کېږي چې له ځمکو په داسې بڼه ګټه واخېستل شي چې استوګنیزې، د فابریکو، شنې ساحې، د عامه خدماتو، سوداګریزې ساحې او فابریکو د پراختیا سیمې په کې شاملې دي.
جواد پیکار څرګنده کړه، د ځمکو ویش په دوه پړاوه ویشل شوی دی، لومړی پړاو یې ۳۵۰۰جریبه ځمکه ده، چې ۱۵۰۰جریبه ځمکه په ننګرهار ولایت کې، ۱۰۰۰جریبه ځمکه په بلخ ولایت کې او ۱۰۰۰جریبه ځمکه په کندز ولایت کې ده، دویم پړاو کې ۵۵۰۰جریبه ځمکه شامله ده چې په راتلونکي لسو کالو کې به د غالیو د تولیدونکو او صادرونکو اتحاديې په غوښتنه به یې پړاوونه بشپړ شي. هغه زیاته کړه، دغالیو صنعت کارانو ته د موقت سند ورکول به د ښځې او میړه په نوم وېشل کېږي او د قسطونو د بشپړیدو وروسته به هغوی ته شرعي قبالي ورکول شي.
د ځمکو د خپلواکې ادارې رئیس وویل، د دغه قرارداد په بشپړیدو سره به د ۱۸۰څخه تر ۲۰۰میلیون ډالرو پورې امریکايي ډالره په دغه ښارګوټي پانګونه وشي، د پنځو څخه تر لسو زرو پورې غالۍ اوبدونکي به د پاکستان له بېلابېلو کمپونو څخه هېواد ته راستانه شي او په پای کې به ۱۱۰زره تنه په مستقیمه او یو نیم میلون نفوس به په غیر مستقیمه توګه له دغې پروژه څخه برخمن شي.