د اسیا پراختیایې بانک له افغانستان سره ۴۱۵ میلیونه ډالر وړیا مرسته وکړه

اقتصاد
Typography

د اسیا پراختیایي بانک له افغانستان سره د ۴۱۵ میلیونو ډالرو مرستې هوکړه لاسلیک کړه.

د مالیي وزارت له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، مالیي وزیر اکلیل حکیمي د اسیا پراختیایی بانک له رئیس توماس پنیلا سره د لیندۍ میاشتې په ۳۰مه نیټه له افغانستان سره د ظرفیت لوړولو د تامین او د پولې ها خوا د سوداګرۍ په برخه کې د انرژۍ سکتور د تقوی په موخه د ۴۱۵ میلیونه امریکایی ډالر د دویم قسط د وړیا مرستې تړون لاسلیک کړ. د یادې شوې مرستې څخه ۱۸۸،۲۳ میلیونه ډالر د اسیا پراختیایې بانک لخوا، ۲۲۵،۷۷ میلیونه ډالر یې د بلجیم، کاناډا، جرمنی، هالنډ او د امریکا متحده ایالتونو لخوا د افغانستان د ګډ مالي تمویل بنسټیز وجهې صندوق (AITF) له طریقه او یو میلیون ډالر یې د فقر د لمنځه وړلو او سیمه یزې هماهنګی لپاره د چین ولسي جمهوریت صندوق لخوا او ۵ میلیونه ډالر یې د افغانستان داخلي منابعو څخه ورکول کیږي.
مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي په افغانستان کې د انرژۍ سکټور د پیاوړتیا په برخه کې د اسیا پراختیایې بانک له دوامداره مرستو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې: د اقتصادي ودې لپاره د انرژي سکتور مهم رول لوبوي او د انرژي سکتور د افغانستان دولت په لومړیتوبونو کې راځي، مونږ د اسیا پراختیایې بانک سره یو ځای د انرژۍ سکټور د پیاوړتیا په برخه کې د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د خلکو په ژوند کې د مثبت بدلون لپاره په ګډه کار کوو.
په افغانستان کې د اسیا پراختیایې بانک رئیس ښاغلي تام پنیلا وویل چې د انرژۍ نه شتون په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ او د وګړو په اقتصادي حالت باندي منفي تاثیر لري. نوموړي زیاته کړه چې یاده مرسته به له افغان حکومت سره د انرژۍ تامین په پروګرام کې مرسته وکړي. د یاد پروګرام موخه په هیواد کې د انرژۍ تامینولو پراختیا، د اقتصادي وده او د فقر کمول دي.