دمالیې وزیر د خپل وزارت لاسته راوړنې، ملي عوایدو کې زیاتوالی او مهم پروګرامونه د ملت له استازو سره شریک کړل

اقتصاد
Typography

مالیې وزیر اکلیل حکیمي د ولسي جرګې په استماعیه ناسته کې ګډون وکړ او د ملت استازو ته یې په نړیواله، سیمه ېیزه، ملي او  د وزارت په کچه د خپلو پرمختګونو،په ملي عوایدو کې ۴۳ میلیاردو افغانیو زیاتوالي، مهمو پروګرامونو، راتلونکو پلانونو او نورو لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.


afghan currencyدماليې وزارت مطبوعاتي دفتر خبرورکړ: ده د ولسي جرګې استازو ته یې په دوو وروستیو کلونو کې د افغانستان اقتصادي پرمختګ، د بروکسل او وارسا کنفرانسونو لاسته راوړنو، مهمو ملي پروګرامونو او سیمه ئیزو همکاریو په تړاؤ تفصیلې خبرې وکړې.
دمالیې وزیر د ملي عوایدود زیاتوالي په اړه وویل: د پیسو نړیوال صندوق ۱۳۲ میلیارده افغانۍ هدف راکړی ؤ، خله نيکه مرغه موږ وکولاى شول چې ۱۶۵ میلیارده افغانۍ راټولې کړو چې د ټاکلي هدف څخه ۳۳ میلیارده افغانۍ او د تیر کال په پرتله چې ۱۲۲ میلیارده افغانۍ عواید ؤ، ۴۳ میلیارده افغانۍ زیاتوالی ښیي.
دمالیې وزیر همدا راز  له بيلابيلو مرسته کوونکو ادارو لکه نړیوال بانک، د آسیا پراختیایي بانک، د پیسونړیوال صندوق، د امریکا متحدو ایالتونو، اروپایي ټولنې، المان، فرانسې، ډنمارک، جاپان، کاناډا او نورو هیوادونو سره د میلیاردونو ډالرو مرستو تړونونو پر لاسلیک او د سیمه ئیزو همکاریو په لړ کې له چین، روسیې، قزاقستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان، آزربایجان او له عربي اماراتو سره د دوه اړخیزو اقتصادي او تجارتي همکاریو د ګډو کمیسیونونو د جوړیدو په اړه هم رڼا واچوله.
اکلیل حکیمي د مالیې وزارت په کچه بیا د ملي برنامو پلې کول، په ګمرکونو، خزاینو او عوایدو کې د فساد دمخنیوي او کاري اسانتیاؤ په موخه د سیستمونو رامنځ ته کول، د اصلاحاتو راوستل، د ۷۶ سلنې ملي بودجې مصرف، د دولتي املاکو ساتنه او نور زیات مواردو یادونه وکړه او شوې پرمختګونه یې له استازو سره شریک کړل.
د یادونې وړ ده چې په دې استماعیه ناسته کې د مالیې له وزیر سره  په یاده ناسته کې د سوداګرۍ وزیر ښاغلي همایون رسا، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد او د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو او د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالانو هم ګډون کړی وو.