د ۱۱.۴ میلیونو ډالرو په ارزښت د مخکې جوړو شویو ودانیزو توکو فابریکې فعالولو قرارداد لاسلیک شو

اقتصاد
Typography

د ولسمشر محمداشرف غني په حضور کې د کور او ښارجوړولو وزیر سیدسعادت منصور نادري او د ویفای بین المللي ودانیز شرکت د رئیس ارهان ګونر ترمنځ د مخکې جوړو شویو ودانیزو توکو فابریکې د طرحې، ډيزاین او فعالولو قرارداد لاسلیک شو.

ارګ ماڼی وایي، دغه مراسم تیره ورځ له غرمې مخکې د کابینې، ملي شورا او د خصوصي سکتور د یو شمېر غړو په حضور په ارګ کې ترسره شول.
د کور او ښارجوړولو وزیر وویل، د مخکې جوړو شویو ودانیزو توکو د صنعت رامنځته کولو نظر په لومړي ځل جمهور رئیس غني وړاندې کړ، چې د اقتصاد عالي شورا کې پرې بحث وشو. هغه زیاته کړه، دولت د عام‌المنفعه پروژو د جوړولو په خاطر د مخکې جوړو شویو ودانیزو توکو د اړتیا په اړه  پرېکړه وکړه، تر څو د دغه صنعت د بنسټي کولو او پرمختګ لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
ښاغلې نادري وویل، د کورجوړولو تصدۍ او د مخکې جوړو ودانیزو توکو فابریکې په جوړولو سره به د ۱۲ میاشتو په اوږدو کې ۳۰۰متره مکعبه  له مخکې جوړ ودانیز توکي د ښوونځیو، روغتونونو او نورو عام‌المنفعه تاسیساتو د جوړولو په خاطر تولید شي. د ښار جوړولو وزیر وویل، د مخکې جوړو شویو ودانیزو توکو فابریکې ایجاد د ودانیزو توکو د انحصارولو په معنا نه ده.
هغه وویل، پخوا به د یو ښوونځي جوړولو لس دولس میاشتې وخت نیوه، خو د مخکې جوړو ودانیزو توکو له صنعت څخه په ګټې اخیستو، د یو ښوونځي جوړول کم لګښت اولږ تر لږه څلور اونۍ وخت نیسي.
هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې یو شمېر شرکتونو تیاری ښودلی دی چې په دغه برخه کې پانګونه وکړي، چې په وروستیو کې یو چینايي شرکت  حاضر شوی چې د مخکې جوړو ودانیزو توکو په صنعت کې ۲۰میلیونه ډالره پانګونه وکړي. د ښارجوړولو وزیر وویل، حکومت په دغه برخه کې د هر ډول پانګونې ملاتړ کوي.
په یادو مراسمو کې، د ویفای بین المللي ودانیز شرکت رئیس په خپلو خبرو کې وویل: موږ خوښ یوو چې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره دغه صنعت جوړېږي، موږ په نړۍ کې تر سلو زیاتو بېلابېلو هېوادونو کې د مخکې جوړو ودانیو جوړولو برخه کې کار کړی دی.
هغه وویل، د ویفای بین المللي ودانیز شرکت د مخکې جوړو شویو ودانیزو توکو په برخه کې ۲۶کلنه تجربه، لازمه وړتیا او مهارت لري، هڅه به کوي چې په لازمو سټنډردونو دغه پروژه په افغانستان کې تطبیق کړي.
د ویفای بین المللي ودانیز شرکت رئیس څرګنده کړه، دا د مخکې جوړو کورونو د ودانولو لومړنی ګام دی او هڅه کوي چې په دغه برخه کې د افغانستان له حکومت سره همغږي لا زیاته کړي.