20
الأحد, تشرين1

له اړو کورنيو سره د چرګانو مرسته

اقتصاد
Typography

د کورنيو چرګانو روزنه د کور اړتياوو د پوره کولو لپاره يوه ښه عايداتي سرچينه ده. د کليو اوسېدونکي ددې لارې د لږو عوايدو په لاسته راوړلو سره خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کوي. څه موده وړاندې په کندوز ولايت کې له لسګونو کورنيو سره د چرګانو مرسته وشوه، چې ٤٨ کلنه نوريه هم په دغه ډله کې شامله وه.

نوريه د کندوز ولايت د علي اباد ولسوالۍ اوسېدونکې ده. هغې خپل خاوند او زوى د طالبانو د زورزياتي له امله له لاسه ورکړي دي. هغې په ژړغوني غږ د ازادۍ غږ ته وويل، طالبانو يې کور وران کړ، الله دې د طالبانو او د هغوى د بادارانو کورونه همداسې وران کړي.

ميرمن نوريې زياته کړه: "طالبان د شپې مهال زموږ کورته راغلل. ما دوى ته ډير عذر وکړ، خو هغوى زما کومه پروا ونه کړه او زما زوى او خاوند يې په بې رحمانه توګه ووژل. زه له ډيرو ستونزو سره مخ وم او خپله روحيه مې له لاسه ورکړې وه. د افغانستان اسلامي دولت او سيمه ييزو چارواکو راسره په سم وخت کې مرسته وکړه. اوس هرڅه په ښه کېدو دي. موږ له اړوند چارواکو څخه مننه کوو."

ميرمن نوريه يواځنى کليواله نه ده چې د طالبانو له زورزياتي سر ټکوي. د دغې سيمې بلې اوسېدونکې، بي بي نجيبې هم د طالبانو له لاسه خپله ټوله شتمني له لاسه ورکړې ده.
هغې وويل: "د طالبانو کسان زموږ پر کور راننوتل. هغوى موږ له خپل کور څخه وباسلو په خپله همالته ميشت شول او زموږ له رمې، پيسو او نورو کاليو څخه يې د دولتي ځواکونو سره د جګړې پرمهال ګټه اخېسته. طالبانو زموږ په کور کې ماينونه خښ کړي وو. خو زړورو امنيتي ځواکونو ټول ماينونه شنډ کړل او اوس موږ بېرته خپل کور ته ستانه شوو."

په وروستيو کې د کندوز د کرنې او اوبو لګولو رياست د يو شمېر مرستندويه موسسو په مرسته د چرګانو د روزنې پروګرام پيل کړ. د دغه پروګرام موخه زيانمنو شويو کورنيو او خلکو ته د کاري اسانتياوو او اسانه عايداتي سرچينو برابرول په ګوته شوي دي.

د ياد رياست يو کارکونکى حبيب الله احساس د داسې اغيزمن پرورګرام د پيلولو له امله ملي او نړيوالې هڅې وستايلې او ويې ويل، چې اړوند ډلې لسګونه ښځې سروې کړې ترڅو د دوى اړتياوې معلومې کړي.

ده وويل: "دغه ډلې خپله دنده له اړو کورنيو سره د چرګانو د مرستې په کولو سره پايته ورسوله." ښاغلي احساس زياته کړه: "له لسګونو کورنيو سره په وړيا توګه د چرګانو مرسته وشوه. په دې سربېره، دغو کورنيو ته به په تخنيکي برخو کې روزنه ورکړل شي ترڅو په راتلونکي کې له ستونزو څخه مخ نه شي."