23
الثلاثاء, تموز

افغانستان او اروپایي ټولنې د افغانانو لپاره د همکارۍ او مشارکت نوی پړاو پیل کړ

اقتصاد
Typography

د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک په نامه د پراختيا او مشارکت (سي، اى، پي، ډي) ګډې کمېټې لومړنۍ ناستې نن د سلواغې د مياشتې په ١٩ مه نېټه په بروکسل کې جوړې شوې.

له ګډې کمېټې مخکې، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، او د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ/ د اروپایي کمېسیون د رئیس مرستیالې اغلې فدریکا موګرینې ترمنځ دوه اړخیزه ناسته وشوه، چې د سولې او په امنیتي مسائلو یې بحث وکړ.

همدارنګه د مالیې وزیر د اروپایي ټولنې د نړیوالې پراختیا او همکارۍ له کمېشنر نیوین ممیکا، سره وکتل چې په هغه کې د افغانستان د پراختیا لپاره د اروپایې ټولنې په مرستو، د افغانستان د اصلاحاتو اجنډا په ارزښت او د افغانستان د خلکو د ګټې لپاره د اروپایي ټولنې په ملاتړ بحث وشو.

لومړۍ ګډې کمېټې افغانستان او اروپايي ټولنې ته فرصت ورکړ، چې پرمختګ د خپلې اصلاحي اجنډا په پلي کېدو کې چې د ٢٠١٦ کال په اکټوبر کې د افغانستان لپاره د بروکسل په جوړ شوي کنفرانس کې پرې هوکړه شوې وه، په تيره بيا د سولې ملي پراختيا چوکاټ او ځان بسياينه د متقابلې حساب ورکونې له لارې پرې بحث وشو.

ګډې کمېټې کې د ۲۰۱۷ کال د ډسمبرمیاشتې په لومړۍ نېټه د مشارکت او پراختیا د هوکړه لیک د پیل څخه وروسته، په بشري حقونو، د ښځو پیاوړتیا او حقونو په ګډون د جنسیت په برابرۍ، پراختیایي همکاریو، پانګونې او سوداګریزو چارو، کډوالۍ، سیمه ایزه همکارۍ او د طبیعي سرچینو او مالي خدمتونو په همکاریو بحث وشو. په دې ناسته کې یې د طبیعي منابعو او مالي خدمتونو په برخه کې په همکاریو او د افغانستان امنیتي حالاتو ته هم اشاره وکړه.

اروپایي ټولنې له دیموکراسۍ، د قانون واکمني، بشري حقونو، د ښې حکومتولۍ دودولو او په اغیزمنه توګه له فساد سره د مبارزې په برخو کې له خپل پیاوړي ملاتړ څخه ډاډ ورکړ.

یادې ټولنې په افغانستان کې په وخت او شفافو ټاکنو په ارزښت ټینګار وکړ. د کډوالو په چارو کې د همکاریو په پیاوړتیا د شته چوکاټ له لارې لکه راتلونکې ګډه لاره هم د پاملرنې وړ وګرځید. دواړو لوریو د بشري حقونو د مسایلو اړوند اړو خلکو ته د اغیزمنو خدمتونو په وړاندې کولو هم اشاره وکړه.

همداراز ګډې کمېټې دوه ځانګړې ډلې (د بشري حقونو، ښه حکومتولي، او د کډوالۍ ځانګړې کاري ډله او د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا کاري ډله) په ځانګړو مسايلو باندې د کار کولو د پیاوړتیا په موخه جوړې کړې.

دا ناسته د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، او د بهرنیو خدمتونو په سرویس کې د اسیا عامل – پسیفیک لپاره د اروپایې ټولنې رئیس ګونار ویګان په ګډه مشرۍ جوړه شوه، چې د افغانستان له لوري، د ګډوالو او بېرته راستنېدونکو، ښځو چارو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او سوداګرۍ وزارتونو، ملکي هوایي چلند ادارې، د افغانستان بانک او په اروپایي ټولنه کې د افغانستان سفارت استازو په کې ګډون کړی وو.

د یادونې وړ ده، چې د ګډې کمېټې راتلونکې ناسته به د دوه اړخیزه همکاریو تعقیبولو په موخه په ۲۰۱۹ کال کې په کابل کې ترسره شي.