23
الثلاثاء, تموز

د ۳۹ میلیونه ډالرو په ارزښت د ګازي برېښنا د تولید قرارداد لاسلیک شو

اقتصاد
Typography

د ۳۹ میلیونه ډالرو په ارزښت له ګازو څخه د برېښنا د تولید پروژې قرارداد پرون په ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) کې لاسلیک شو.

د ۳۹ میلیونه ډالرو په ارزښت له ګازو څخه د برېښنا د تولید پروژې قرارداد پرون په ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) کې لاسلیک شو.

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خبرولو سره ویلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په شتون کې د بیات پاور برېښنا د وېش خدمتونو کمپنۍ سره له ګازو څخه د برېښنا د تولید پروژې قرارداد لاسلیک شو.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په همدې موخه د شنبې په ماښام د ولسمشرۍ ماڼۍ په چهارچنار ماڼۍ کې مراسم جوړ شول، چې د افغانستان د برېښنا شرکت لوی رییس امان الله غالب او د بیات پاور شرکت رییس احسان الله بیات ترمنځ یاد قرارداد لاسلیک شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، پر دغې پروژې به د جوزجان ولایت په یتیم ‎طاق ولسوالۍ کې ۳۹ میلیون ډالره پانګونه وشي، چې د ۴۰ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت به ولري.

همداراز ددغې پروژې له امله به سلګونو کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شي.

سرچینه همداراز زیاتوي، چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به په منځنۍ کچه ۳۰ زره کورنۍ او ۱۰۰ منځنۍ او کوچنۍ تولیدي فابریکو ته برېښنا ورکړل شي.