21
الأحد, تموز

د ملي تدارکاتو کمیسیون د ۳ میلیارد افغانیو په ارزښت ۴ قراردادونه منظور کړل

اقتصاد
Typography

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملي تدارکاتو کمېسیون اونیزه غونډه پرون ماسپښین د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوه.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملي تدارکاتو کمېسیون اونیزه غونډه پرون ماسپښین د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ددغې غونډې په ترڅ کې د ۳ میلیارد افغانیو په ارزښت څلور قراردادونه منظور، یو قرارداد رد او درې نور بېرته ور وګرځول شول.

په منظور شوو قراردادونو کې د کندهار، هرات، مزارشریف او د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت د ټینګښت قرارداد د درې کالو لپاره، او د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند د امو دریا حوزې پروژو د تفصیلي ډيزاین او امکان سنجۍ څیړنو قرارداد شامل دي.

همداراز د کابل ښاروالۍ اړوند د څوارلسمې ناحیې د خواجه امام ګذر د زیربناوو د بیارغاونې پروژه او د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ښاري معلوماتو مرکزي سیستم قرارداد هم د غونډې په ترڅ کې منظور شوي دي.