18
الخميس, تموز

چارواکي: سږ کال به هرات کې ۱۰۰ ټنه ګبین تولید شي

اقتصاد
Typography

د هرات د کرنې ریاست چارواکي وايي، د دوی شمېرې ښيي، چې سږ کال به په یاد ولایت کې ۱۰۰ ټنه شات (ګبین) تولید شي. په هرات کې د شاتو د مچیو صنعت لس کلنه مخینه لري.

د کرنې د چارواکو په خبره، د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۶ کال کې د شاتو مچۍ د څیړنو لپاره هرات ولایت ته ولېږدول شوې، چې له هغې مودې راهیسې هرکال په یاد ولایت کې د شاتو تولید زیاتیږي.

د هرات د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې سږ کال به په دغه ولایت کې ۱۰۰ ټنه ګبین تولید شي. حال دا چې تیر کال په یاد ولایت کې ۷۰ ټنه شات تولید شوي و.

د هرات د کرنې ریاست یو چارواکی، محمد میرویس سادات وايي، په دغه ولایت کې د شاتو د مچیو صنعت د ودې په حال کې دی او د شاتو تولید هم ډیریږي.

هغه زیاتوي، دامهال د هرات په ۱۲ ولسوالیو کې څه د پاسه ۱۰ زره کورنۍ د شاتو مچیو کاروبار کوي او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې پاتې پنځو ولسوالیو کې هم دغه صنعت دود شي.  

د ګبینو تولید، د عوایدو یوه ښه سرچینه بلل کېږي او دغه صنعت دامهال په هرات کې د غوړېدو په حال کې دی.