17
الخميس, تشرين1

له کندهاره د تازه مېوو صادرات ډېر شوي

اقتصاد
Typography

د کندهار ولایت ځایي چارواکي وايي، چې له دې ولایت څخه د تازه میوو صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی. 

د کندهار ولایت ځایي چارواکي وايي، چې له دې ولایت څخه د تازه میوو صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی. 

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا وايي، چې سږ کال د انګورو او انارو صادرات د قناعت وړ دي.

هغه زیاتوي، چې ۱۶۴۱۵ ټنه انګور او انار یې سږکال پر ګاونډیو هیوادونو سربیره نړیوالو بازارونو ته صادر کړي دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال همداراز وايي، چې د انګورو ترڅنګ د انارو بازار هم ښه تود دی. تردې دمه یې ۱۸۶۰۷ ټنه انار بهر ته صادر کړي او دغه لړۍ اوس هم دوام لري.

ده د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د یاد ولایت سوداګرو د انارو او انګورو له تجارته له ۷ میلیونه ډیره ګټه کړې ده.

جمعه ګل کندهار کې د تازه میوو کاروبار کوي.

ده په کندهار ښار کې د ۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت یوه سړه خونه هم جوړه کړې ده. هغه زرګونه ټنه تازه میوې په سړه خونه کې ساتي او بیا یې پر وخت بازار ته وړاندې کوي.

دغه سوداګر وايي، چې سږکال یې د میوو د صادراتو له درکه ډیره ګټه کړې ده. د کندهار انار او انګور نړيوال شهرت لري، چې هرکال زرګونه ټنه تازه میوې له دې ولایت څخه بهر ته صادریږي.