17
الخميس, تشرين1

د بلخ او اروپایي هیوادونو ترمنځ هوایي دهلیز پرانېستل شو

اقتصاد
Typography

د افغانستان او بهرنیو هیوادونو ترمنځ د هوایي دهلیزونو د پرانېستل کېدو په لړ کې دا ځل د بلخ او اروپایي هیوادونو تر منځ هوایي دهلیز هم پرانېستل شو.

ځایي چارواکي وايي، له دې وروسته به د اونۍ دوه ځله د هیواد له شمال څخه سوداګریز توکي استانبول او نورو اروپایي ښارونو ته لېږدول کېږي.

د بلخ والي ددغه دهلیز پرانېسته د صادراتو د پراختیا په برخه کې اغیزمن ګام بولي.

په بانکدارۍ او مالي برخه کې د ولسمشر د ستر سلاکار د رسنیو د دفتر مسوول، سمیر رسا وویل: "په لومړی الوتنه کې پنځه ټنه ممیز او وچ توت د ترکیې د هوایي شرکت په یوه الوتکه کې لندن ته صادر شول، په اونۍ کې به دوه ځله له بلخ څخه استانبول او نورو هیوادونو ته صادراتي توکي لېږدول کېږي."

د بلخ والي اسحق رهګذر، ددغه دهلیز پرانېسته د صادراتو د پراختیا په برخه کې اغیزمن ګام وباله.

هغه وویل، چې بلخ د هیواد په شمال کې د صادراتو مرکز دی او زیاته یې کړه، چې دا کار له سوداګرو د ملاتړ په برخه کې یوه ښه پرېکړه ده.

د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رییس، آرش یونسي وویل: "له دې وروسته به د هیواد شمال کې سوداګر کولی شي خپل ټول تولیدي توکي له دې لارې اروپایي ښارونو ته ولېږدوي."

د مالوماتو له مخې، تردې دمه د هوایي دهلیزونو له لارې ۵۴۰۰ ټنه سوداګریز توکي له افغانستان څخه بهر ملکونو ته لېږدول شوي دي، چې ارزښت یې څه د پاسه ۱۰۰ میلیونه ډالره ښودل شوی دی.

د بلخ ځایي چارواکي وايي، هڅه کوي، چې ددې دهلیز له لارې په اونۍ کې د الوتنو شمېر زیات شي.