17
الخميس, تشرين1

افغانستان نړيوالو مارکيټونو ته د دغه منرال صادرول پيل کړل

اقتصاد
Typography

د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره يوه افغاني شرکت د لاجوردو له لارې د شوکاڼي بشپړ پروسس شوي پوډر اردن هېواد ته صادر کړل. له دې وړاندې، په افغانستان کې د دغه منرال د پروسس امکاناتو شتون نه درلود او يوازې خام شوکاڼي ګاونډيو هېوادونو ته صادرېدل. د ننګرهار ولايت په شيخ مصري پارک کې د 'کور ډريلرز' په نوم يوې فابريکې د ٢٠٠٠٠ امريکايي ډالرو په ارزښت چې معادل يې شاوخوا ١،٥ ميليونه افغانۍ کېږي، ٧٦ ټنه پروسس شوي شوکاڼي اردن ته صادر کړل.

شوکاڼى ډېرى له ننګرهار، پروان، کندهار، کابل او پکتيا ولايتونو څخه استخراجېږي. د خوراکي توکو، ژاولو، چاکلېټو، طبي موادو، د کمپيوټر ښيښو او د موټرو د سويچ بورډونو سربيره په څه باندې ٧٠ نورو صنعتونو کې له شوکاڼي کار اخيستل کيږي. د نوې تجارتي لارې پرانيسته او د نړۍ په کچه د شوکاڼي صادرول په نړيوالو بازارونو کې د يوې نوې صادروونکي هيواد په توګه د افغانستان دريځ پياوړى کوي.

افغان سوداګر په دې لټه کې دي چې د خپلو توليداتو لپاره نړېوال بازارونه پيدا کړي او د دې کار لپاره يې لا له وړاندې په ځينو هېوادونو دفترونه هم پرانيستي دي.

د 'کور ډرېلرز' شرکت اجراييوي رييس عابدالله عزيزي وويل: "د افغانستان شوکاڼي د نړۍ په بازارونو کې خپل ځای پيدا کړى دى. په وروستيو کې موږ په، جرمني، چين، هند او ترکيې کې خپل دفترونه پرانيستي دي او دغه لړۍ به نورو هېوادونو ته هم وغځيږي ترڅو د افغانستان شوکاڼي پوډر نړۍ ته وروپېژندل شي."

 عزيزي وايي، توانېدلي په متحدو عربي اماراتو، جاپان، اندونيزيا او ماليزيا کې پېرېدونکي پيدا کړي.

د کانونو او پټروليم وزارت وايي چې د دغو منرالونو د استخراج او پروسس په برخه کې يې د پانګونو لپاره ښه فرصتونه برابر کړي دي.

اوسمهال ٣٢ خصوصي شرکتونه د شوکاڼي د استجراج او پروسس په برخه کې په کار بوخت دي.

د کانونو او پتروليم وزارت د شوکاڼي د صنعت په برخه کې د پانګې اچونې او د کاني توکو د استخراج او پروسس په برخه کې د پام وړ کارونه کړي دي. د ټول افغانستان په کچه اوسمهال د شوکاڼي د پروسس په برخه کې ٣٢ شرکتونه کار کوي.

د کانونو او پټروليم وزارت وياند عبدالقدير مطفی وويل: "موږ غواړو چې د پانګونو د جذبولو په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړو. موږ بېلابېلې کورنۍ او نړيوالې پروژې تر لاس لاندې لرو. زموږ اصلي موخه دا ده چې عوايد لوړ او ټولو افغانانو ته د کار زمينه برابره کړو."

افغانستان له ١٤٠٠ زياتې کاني زيرمې لري. په دغو زيرمو کې ګن شمير منرالونه لکه مس، سره زر، وسپنه، قيمتي او نيمه قيمتي ډبرې او ان مالګه چې په نړۍ کې شهرت لري، شامل دي. د افغانستان د کاني سرچينو ارزښت څه باندې ٣ تريليونه ډالره اټکل شوى دى.

افغان دولت د افغانانو لپاره له ملي او نړيوالو سوداګريزو فرصتونو څخه د ګټې اخيستنې او کورنيو پانګونو څخه د ملاتړ په موخه د پلانونو پلي کولو ته دوام ورکوي.