ولسمشر کرزي قطري سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول

اقتصاد
Typography

HAmid Karzai in Doha

ولسمشرکرزي قطري پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول او هغوى هم په دې برخه کې خپله لېوالتيا ښودلې ده.

د ولسمشرۍ رياست د ويندوى دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لېدنه کې د قطر د سوداګرۍ خونې او سوداګرو ټولنې سوداګرو او پانګه والو شتون درلود او په افغانستان کې يې د پانګې اچونې په اړه بحث او نظرونه وړاندې کړل.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، ولسمشر کرزي د شيخ علي بن عبدالله بن ثاني په مشرۍ له قطري پانګه والو سره په ليدنه کې وويل: "زه له يوه داسې هېواده راغلى يم، چې ستاسې له هېواد سره چندان واټن نه لري. افغانستان ښې سرچينې او فرصتونه له ځان سره لري، موږ کولاى شو هغه له تاسې سره شريک کړو."
حامد کرزي په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د شوو پرمختګونو يادونه وکړه او ويلي يې دي، چې افغانستان د کاني سرچينو له اړخه د نړۍ په شتمنو هېوادونو کې راځي.
ولسمشر زياته کړه، چې په افغانستان کې د کان ايستنې، کور جوړونې، برېښنا او انرژۍ، ګرځندوى، بانکوالۍ، هوټل لرلو او نورو ساحو کې د پانکونې لپاره ښه فرصتونه رامنځته شوي دي.

هغه همدارنګه څرګنده کړه، چې د افغانستان د راتلونکې ضمانت شوى؛ ځکه د افغانستان اړيکې له امريکا او د نړۍ له نورو هېوادونو لکه چين، هند او روسيې سره پراخې شوې دي.
ولسمشر څرګنده کړه، چې اوسمهال چين د افغانستان د مسو په تر ټولو ستر کان کې څلورنيم ميليارد ډالر او هند د وسپنې کان د ايستنې په برخه کې يوولس ميليارده ډالره پانګونه کړې ده.
حامد کرزي د خپلې خوښې وړ برخو کې د قطري پانګوالو د پانګې اچونې له لېوالتيا هرکلى وکړ او ټينګار يې کړى، چې په افغانستان کې يوه پانګونه هم د بې امنۍ له امله نه ده زيانمنه شوې.
د هغه په خبره، د سولې پروسې په برياليتوب سره به په افغانستان کې د پانګونې فرصت څو چنده شي.
حامدکرزي په دې ليدنه کې څرګنده کړه، چې د افغانستان د سولې پروسې په اړه يې د قطر له والاحضرت حمد بن خليفه ال ثاني سره ليدنه او خبرې اترې کړې دي .
په خبرپاڼه کې راغلي، چې وروسته بيا شيخ علي بن عبدالله بن ثاني ولسمشر کرزي ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل، هغه پوهېږي، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه شته، قطري پانګول له دغه فرصت نه د ګټه اخيستنې لېوالتيا لري.
د هغه په خبره، لومړى به ډېر ژر يو قطري پلاوى په افغانستان کې د پانګې اچونې د وضعيت څېړلو او وروسته به د قطر يو متخصص ټيم په افغانستان کې د پانګونې د لا زياتو فرصتونو د مطالعې لپاره افغانستان ته لاړ شي؛ ځکه چې په وينا يې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د پراخېدو په حال کې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ليدنه کې قطري پانګوال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د افغانستان په منرالي سرچينو کې د پانګې اچونې په اړه لېوالتيا وښوده.
ولسمشر وويل، چې په راتلونکې يوه مياشت کې به د افغانستان د کانونو وزير قطر ته لاړ راشي او سوداګرو ته به د کانونو په برخه کې د پانګې اچونې د فرصتونو په اړه لا زيات معلومات ورکړي.
ولسمشر کرزى تېره ورځ قطر ته لاړ .
د خپاره شوي راپور له مخې ، ټاکل شوې حامد کرزى به د افغانستان د سولې پروسې او دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا له قطري چارواکو سره خبرې وکړي.