د قره قل خولۍ

اقتصاد
Typography

Karakul

له نن څخه اويا کاله وړاندي قره قل د افغانستان د صادراتو يوه لويه برخه غوره کوله.

يوازي په ١٣٢١ هجري لمريز ‏کال کې له افغانستان څخه د امريکې متحده ايالتونو ته د ٢،٥ ميليونو ډالرو په ارزښت د قره قل پوستکي صادر شوي ‏وو چې د يادو عوايدو څخه په پراختيايي کرنيز پروژو او همدارنګه د هلمند سيند په اړوندو پروژو کې ګټه واخستل ‏شوه.‏
خو د پخواني شوروي اتحاد له يرغل او د کورنۍ جګړې تر پيل وروسته،  د نيويارک او لندن لويو بازارونو ته د افغان ‏سوداګرو لاسرسى بند شو. په دې بازارونو کې د افغانستان د قره قل پوستکو ډير مينه وال درلودل او ورڅخه د خوليو ‏، شالونو او ښکلو کوټونو په جوړولو کې کار اخيستل کيده.‏
د دوو لسيزو کورنيو جګړو له امله د هيواد په شمال کې هم د قره قل پسونو د روزنې بهير له منځه ولاړ  او ددې ‏محصول صادرېدل خپلې ټيټې کچې يعنې په کال کې ٢٠٠ زره
پوستکو ته ورسيد.‏
دا ستونزي او د څارويو د پوستکو د کارولو لپاره د څارويو د بې رحمه وژلو په اړه نړيوال کمپاينونه هم ددې لامل ‏شول چې د قره قل پر سوداګرۍ ناوړه اغيز وکړي. ‏
ددې لرغونې سوداګرۍ د بيا ژوندي کيدو او دې محصول ته د پيرودونکو ليوالتيا ته په پام سره، د افغانستان اسلامي ‏جمهوري دولت د څارويو ټولو خاوندانو ته امر کړى چې د قرقل د بلاربو مېږو له حلاليدو څخه ډډه وکړي.‏
د بلخ ولايت په دولت آباد کې چې د مزار شريف ښار په ٤٥ کيلومتري کې موقعيت لري او د قره قل پسونو يو د ‏مرکزونو څخه ګڼل کېږي، 
د څارويو مالداران د دولت له دې پريکړې هرکلى کوي.‏
د قره قل يو سوداګر عبدالکريم وايي : " خلک ځکه د قره قل پسونه حلالوي چې خپل ژوند ښه کړي او خپل نور پسونه ‏وساتي."  نوموړي زياته کړه: " د څارويو شتمن خاوندان نه غواړي خپل مالونه  حلال کړي او خپل څاروي په لوړه بيه ‏د پلورلو لپاره ساتي."‏
په ټوليز ډول د قره قل پوستکي د بيې راغورځېدل د دې څرګندونه کوي چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ‏پيغام ټولو خلکو ته رسيدلى دى. په دولت آباد کې د څارويو د خاوندانو په وينا، اوسمهال په بازارونو کې د قره قل ‏کوچنى پوستکى له ١٠٠٠ څخه تر ٣٠٠٠ افغانيو او لوى پوستکى له ٤٠٠٠ څخه تر ٦٠٠٠ افغانيو پورې پلورل ‏کيږي.‏
څرځايونو ته لاس رسى هم يوه مهمه موضوع ده . که د څارويو خاوندان خپلو څارويو ته بشپړ خواړه ولري، 

Karakul


د قره قل سوداګرۍ لپاره به خپل پسونه نه حلالوي بلکې هغوى به د غوښو د ترلاسه کولو لپاره وساتي.‏
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ  وزارت په وينا، دولت اوس دې مسلې ته ډيره پاملرنه کړيده. افغانستان په ١٣٩١ کال ‏کې د قره قل ٥٥٠ زره پوستکي صادر کړي او تمه لري چې دغه شمير په ١٣٩٢ کال کې هم تکرار شي.‏
د فنلند پلازمينه هلسنګي اوسمهال د افغانستان د قره قل لپاره تر ټولو ښه بازار ګڼل کيږي چې له دې وروسته په دوبۍ ‏او ډنمارک کې هم ليوالتيا ورته ډيره ده. دولت اوس ډيره کلکه هڅه کوي چې په مرکزي آسيا او چين کې هم د ‏افغانستان د قره قل لپاره بازار پيدا کړي.‏