21
الأحد, تموز

د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالى کې د يخ جوړنې د دوو فابريکو خاوند حاجي عبدالاحد وايي له کله نه چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونه پدې توانېدلي چې هېواد کې پانګونې ته لار هواره کړي، دى د دې وياړ لري چې خپلو کارخونو کې هره ورځ له سلو زياتو کسانو ته د کار زمينه برابروي او پدې توګه هغوى کولى شي خپلو کورنيو ته حلاله روزي پيدا کړي.

د غبرګولي ۸ مه ۱۳۹۶

مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، نن د غبرګولي میاشتې په ۸ مه د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایې بانک له رئیس ښاغلي تام پنیلا، سره وکتل.

٢٧ کلن سبحان الله چا چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ټولنيزو چارو له مسلکي روزنيز مرکز څخه ٦ مياشتنى روزنه ترلاسه کړې، په وياړ او خندا سره وويل: زه اوس خپل کارو بار لرم، په اسعد آباد ښار کې ما يو وړوکى دوکان پرانيستۍ او دوو تنو مو د کار زمينه برابره کړې. زه اوس کولى شم د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ وکړم. دا هرڅه د هغه مسلکې روزنې پايله ده چې د دولت له خوا موږ ته راکړل شوې وه.

المزيد من المقالات...