19
الجمعة, تموز

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د جدي د میاشتې په ۱۹ په پارلماني چارو کې د دولت له وزیر غلام نبي فراهي سره یو ځای د ولسي جرګې د مالي او بودجوي کمیسیون په ناسته کې ګډون وکړ او د ۱۳۹۶ کال د ملي بودجې په اړه يې معلومات ورکړل او د ولس د استازو نظرونه یې واوریدل.

د ولسمشر محمداشرف غني په حضور کې د کور او ښارجوړولو وزیر سیدسعادت منصور نادري او د ویفای بین المللي ودانیز شرکت د رئیس ارهان ګونر ترمنځ د مخکې جوړو شویو ودانیزو توکو فابریکې د طرحې، ډيزاین او فعالولو قرارداد لاسلیک شو.

افغان ولسمشر اشرف غني نن د مرغومی میاشتې په ۸مه نیټه د کابینې په غونډه کې په ۱۳۹۵مالي کال کې له ټاکل شوي هدف څخه ۳۳میلیارده زیات ملي عواید د راټولو او تر ۸۳سلنې پورې د پراختیایې بودیجې د لګښت په برخه کې د مالیې وزارت کړنې وستایلې.

مالیې وزیر اکلیل حکیمي د ولسي جرګې په استماعیه ناسته کې ګډون وکړ او د ملت استازو ته یې په نړیواله، سیمه ېیزه، ملي او  د وزارت په کچه د خپلو پرمختګونو،په ملي عوایدو کې ۴۳ میلیاردو افغانیو زیاتوالي، مهمو پروګرامونو، راتلونکو پلانونو او نورو لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.

د اریانا افغان هوایي شرکت د خدماتو له ښه والي او ښه مدیریت له پاره د مدیره پلاوي او د عمومي سهمدارانو ناسته د مرغومې میاشتې په لومړی نیټه د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په مشرۍ د مالیې په وزارت کې جوړه شوه.

المزيد من المقالات...