23
الثلاثاء, تموز

د ملي تدارکاتو کمېسیون ۷۰مه پرله پسې اوونیزه غونډه تېر ماښام د ۱۳۹۵کال د لړم د میاشتې په لومړۍ نېټه د جمهوري ریاست په ارګ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس ښاغلي محمد اشرف غني په مشرۍ ترسره شوه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې د ښارجوړولو وزارت، د ځمکو د خپلواکې ادارې او د غالیو د تولیدونکو او صادرونکو اتحادیې ترمنځ د غالیو د استوګنیزو او صنعتي ښارګوټو جوړولو قرارداد لاسلیک شو.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهور رئیس محمد اشرف غني په حضور کې د انرژۍ او اوبو وزیر علي احمد عثماني او د بیات پاور شرکت  رئیس احسان الله بیات د شبرغان طبیعي ګاز څخه  د ۵۲ میګا واټه برېښنا د تولید تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د افغانستان مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د تلې میاشتې په ۳ مه  په افغانستان کې د آسیا پراختیایي بانک له رئیس ښاغلي تام پنیلا سره د سالنګ سړک د بیارغاونې، مؤثریت او په هیواد کې د ننه او مرکزي آسیا د توکو او خلکو د مصؤنیت له پاره ۳۱.۳۷ میلیونه امریکایي ډالرو وړیا مرستې تړون لاسلیک کړ.

د متحده ايالاتو نړیوالې پراختیایې ادارې (USAID) د افغانستان د اوبو او انرژۍ د وزارت سره په ګډه د ۱۳۹۵ کال د وږي د ۲۸ مې څخه تر ۲۹ مې نېټې پورې په دوبۍ کې "د انرژۍ په سکټور کې د پلټنې يا تشبث د فرصتونو" تر نامه لاندې یو دوه ورځنی کنفرانس په لاره واچاوه. په دغه کنفرانس کې د افغان او نړیوالو مالي ادارو او د افغان حکومت د بېلابېلو وزارتونو، د عربي متحده اماراتو او د متحده ایالاتو د حکومتونو د چارواکو سربېره د منځني ختیځ، مرکزي آسیا، ترکیې، اروپا او شمالي امریکا د انرژۍ سکټور د فعالو شرکتونو په استازیتوب د ۲۰۰ تنو څخه ډيرو کسانو ګډون کړی وو.

المزيد من المقالات...