19
الجمعة, تموز

علم د سولې او پرمختګ لامل دی

ښوونه او روزنه
Typography

کارپوهان په دې باوردي، چې د ښوونې او روزنې د کچې لوړوالی د سولې او امنیت په ټینګښت کې مرسته کولی شي، ځکه لوستي کسان د امنیت په ټینګښت کې خپل رول درک کوي او د ترهګرو په ناسمو تبیلغاتو نه دوکه کېږي.

Education Brings Peace in Nangarhar

د ښوونځي زنګ نجونې او هلکان زده کړې ته رابولي ترڅو خپل راتلونکې روښانه کړي. د تودو سیمو دوبنۍ رخصتۍ پای ته ورسېدې. اوسمهال زرګونه نجونې او هلکان په ننګرهار کې بیرته خپلو زده کړو ته مخه کړې ده.

د ننګرهار والي ګلاب منګل وايي، هغه ښوونځي چې پخوا د ترهګرو لخوا زیانمن شوي وو، بیرته رغول شوي او یو شمېر نورو ښوونځیو ته به نوې ودانۍ جوړې شي.  

نوموړي له وسله والو مخالفینو وغوښتل، چې له زده کړو سره له دښمنۍ لاس واخلي. "زده کړه د هر ماشوم انساني او اسلامي حق دی. د سولې او ثبات دښمنان غواړي د ښوونځیو، پلونو، کلینیکونو، سړکونو او نورو بیخ بناوو په ورانولو سره زموږ هیوادوال له ټولو انساني او اسلامي حقونو محروم کړي."

ښاغلي منګل زیاته کړه: "د افغانستان اسلامي دولت هڅه کوي ترڅو د ښوونې او روزنې لمن پراخه کړي او پر وړاندې یې هر ډول ستونزې هوارې کړي."

د ننګرهار ولایت د ښوونې رئیس سید عیسی سادات وویل، چې د تیرو ۳۰ کلونو په اوږدو کې ۸۰ ښوونځي د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې تړل شوي وو، چې ۶۸ یې په روان کال کې د خلکو او قومي مشرانو د هڅو په پایله کې بیرته پرانېستل شوي دي.

د ده په وینا: "سږ کال څه د پاسه ۳۰ زره نجونې او هلکان په ښوونځیو کې شامل شوي دي. اوس د خلکو په منځ کې له زده کړې سره لیوالتیا زیاته شوې ده، ځکه خلک د زده کړو په ارزښت پوه شوي دي. قومي مشران، دیني عالمان او استادان په ټولنه کې د علم د ارزښت او اړتیا په اړه د خلکو په پوهاوي کې رغنده رول لوبوي."

د ننګرهار ولایت د ښوونې د ریاست چارواکي وايي، چې شاوخوا ۸۰۰ زره زده کوونکي، چې ۴۸ سلنه یې نجونې دي، د دغه ولایت په ۹۸۰ ښوونځیو کې زده کړې کوي.

د چهارباغ ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکی، نور رحمن وايي، دښمنان هڅه کوي ترڅو په لرې پرتو سیمو کې د ښوونځیو او مدرسو دروازې د زده کوونکو پر مخ وتړي. خو خلکو د دغه کار مخنیوی وکړ. "د هیواد دښمنان هیڅکله ستاسو خیر نه غواړي. دوی هیڅکله دا نه شي زغملی چې د دغه هیواد بچیان زده کړې وکړي او د علم له لارې خپل هیواد او خلکو ته خدمت وکړي."

د دغه ولایت یو دیني عالم مثال خان له ټولو کورنیو غواړي، چې پر خپلو ټولو ماشومانو باندې زده کړې وکړي. "که چیرې کورنۍ خپل نجونې او هلکان ښوونځیو ته ولېږي، هغوی په اسانۍ سره کولی شي د یو او بل پر حقونو باندې پوه شي. د حقونو ساتل د عدالت د تامین او د خوندور ژوند لامل کېږي."