19
السبت, تشرين1

حلاله ډوډ‌ۍ پيدا کول عبادت دى

ښوونه او روزنه
Typography

حسين عظيمي، چې د ګلانو د خرڅولو هټۍ لري وايي، چې هره ورځ له کور نه د خپلې هټۍ پر لور روانېږي ترڅو خپلې کورنۍ ته حلاله دوډۍ پيدا کړي. عظيمي وايي، چې د ګلانو د خرڅولو ترڅنګ د ناوې او زوم د کورونو د سينګار ترڅنګ په کورنيو او مذهبي مراسمو کې د سينګار چارې پرمخ بيايي او په بدل کې يې له خلکو پيسې اخلي.  

Halal Livelihood

نوموړى له خپل کار څخه خوښ دى او هڅه کوي ترڅو له حلالې لارې ډوډۍ لاسته راوړي . دى زياتوي، چې ولس بايد د کوکنارو د کرکېلې پرځاى بايد له مشروع لارې د رزق پيدا کولو لټون وکړي.

بسم الله یو کم عمره ماشوم دى، چې د سولې په څلورلارې کې جوار پخوي او وروسته يې پرخلکو خرڅوي. دى وايي، چې له غرمې وړاندې جوار خرڅوي او له غرمې وروسته د زده کړې لپاره ښوونځي ته ځي.

دى وايي، چې د دغې لارې له خپلې کورنۍ سره د ډوډۍ په پيدا کولو کې مرسته کوي او د دې لپاره ښوونځي ته ځي ترڅو د هيواد راتلونکى نسل له زده کړو محروم نه شي.

بسم الله له خپلو همزولو غواړي، چې د وخت د ضايع کولو پرځاى دې له خپلو کورنيو سره مرسته وکړي او خپلو زده کړو ته دې دوام ورکړي، چې روښانه راتلونکې ولري.

استاد جواد یو لاسي ګاډۍ لري، چې هره ورځ د سوپ په خرڅولو سره خپلې کورنۍ ته يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کوي. دى وايي، چې له خپل کار څخه خوښ دى.

ده وويل، چې هره ورځ د ايشول شويو هګيو او سوپ د خرڅلاو له لارې شاوخوا ٢٠٠٠ افغانۍ لاسته راوړي او په مزار ښار کې يې خپلې کورنۍ ته استوي.

ښاغلى جواد وايي، چې هر ډول ستونزې او ستړياوې يې پرځان منلي ترڅو زوى يې له ښوونځي وروسته د طب په برخه کې زده کړې وکړي او د کور مسووليتونه پرغاړه واخلي.

شفيق احمد هم په ښار کې جوار خرڅوي. دى وايي، چې هره ورځ له ناوې ولسوالۍ څخه خام جوار راوړي او وروسته يې په ښار کې خرڅوي ترڅو له خپل پلار سره د ډوډۍ په پيدا کولو کې مرسته وکړي.

ده وويل، چې سږ کال يې په ناوه کې پر خپله ځمکه زيات جوار کرلي و، چې په پلورلو سره به يې لږ تر لږه د کور ځينې ستونزې ورسره هوارې شي.