19
الجمعة, تموز

په کندهار کې لسګونه کسانو د وترنرۍ برخه کې زده کړې وکړې

ښوونه او روزنه
Typography

په کندهار ولايت کې د ډي سي اې موسسې د وترنرۍ د زده کړې له ٦ مياشتني پروګرام څخه ٢٤ کسانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.  د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس حفیظ الله سیدي وايي، چې فارغ شوي کسان به په ولسوالیو کې د وترنرۍ به برخه کې دندې ترسره کړي.

Kandahar Veteriners

چارواکي وايي، چې دغو کسانو ته د وترنرۍ اړوند ټول اړين وسايل په واک کې ورکړل شوي ترڅو په عملي ډګر کې ورڅخه ګټه واخلي. 

په ټولنیزو چارو کې د کندهار ولایت مرستیال اغالالی دستګیري په دې اړه جوړو شوو مراسمو ته وویل، چې کندهار یو کرنيز ولایت دی او په دې برخه کې لا ډیر کار ته اړتیا ده.

نوموړي د ولسوالیو لپاره د وترنرۍ په برخه کې د مسلکي کسانو روزل اړين وبلل او زیاته يې کړه، چې په دې سره به په ولسوالیو کې تر ډېره د مالدارانو ستونزې حل شي.

ښاغلى سيدي زياتوي، چې مالداران د کورنيو څارويو په روزلو پوهیږي، خو د ناروغیو په درملنه کې ډيرې ستونزي لري.

د دغه پروګرام ګډونوالو وويل، چې په دغه پروګرام کې تر برخې اخېستلو وروسته يې علمي کچه ډيره لوړه شوې او اوس کولى شي، د څارويو په درملنه کې مهم رول ولوبوي.

دوی وايي، که دا ډول د زده کړو پروګرامونه دوام وکړي او نور کسان هم وروزل شي، په ولسواليو کې به د مالدارۍ دود يو ځل بيا وغوړيږي.

د ډي سي اې موسسه له ۲۰۱۴ کال راهیسې په کندهار کې فعالیت کوي، چې تر دې دمه يې په ٩ ولسوالیو کې ۳۷ حیواني کلینیکونه هم فعاله کړي دي. همداراز دوه لکه ٧٠ زره څاروي يې هم واکسين کړي دي.