17
الخميس, تشرين1

په کندهار کې ١٨٠ نابينايان او کاڼه پر زده کړو بوخت دي

ښوونه او روزنه
Typography

د کندهار ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په ١٠ ښوونځيو کې شاوخوا ۱۸۰ نابینایان او کاڼه زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي. د دغه ولايت د پوهنې د ریاست چارواکي وايي، د هغو کسانو لپاره يې، چې په طبيعي توګه د لېدلو، خبرو کولو او اورېدلو توان نه لري، ځانګړي ښوونځي په پام کې نيولي دي.

Kandahar Blinds

دمګړۍ لسګونه دا شان نارينه او ښځينه معلولين د کندهار په ښوونځيو کې پر زده کړو بوخت دي.

دغو زده کوونکي وايي، چې په ژوند کې يې ډېر بدلون راغلی او اوس کولی شي د خپلو زده کړو له لارې نور خلک وپوهوي او د نيمګړتيا احساس ونه کړي.

په دغه زده کوونکو کې نابينايان هم له زده کړو خوشحاله دي او وايي، چې خلک يې بايد د اوږو بار ونه بولي بلکې د زده کړو په برخه کې بايد ورسره همکاري وکړي.

د نابينايانو او کڼو زده کوونکو يو ښوونکى عبدالواسع وايي، چې دی د ګونګیانو په ټولو اشارو پوهیږي او هغوی ته زده کړې ورکوي، چې تر اوسه یې زیات شمير ګونګیان روزلي دي.

دی وایي، په دغه ښوونځي کې تر اتم ټولګي پورې زده کوونکي روزي، چې په دغه موده کې بشپړ لیک او لوست کولی شي.

په همدې حال کې د کندهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې دا مهال شاوخوا ۱۸۰ ګونګیان، نابینایان او کانه په ښوونځیو کې زده کړې کوي.

د دغه رياست وياند نظر محمد صمیمي وايي، چې د نورو زده کوونکو په څیر يې نابينا او ګونګیانو زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

نوموړى وايي، چې هڅه کوي ترڅو د دغو زده کوونکو لپاره ځانګړي ښوونځي جوړ کړي او د ترانسپورت ستونزه يې هم حل کړي.

د کندهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې روان کال به په لومړي ځل ۲۵ تنه معلول زده کوونکي له ښوونځیو څخه فارغ شي.

دا مهال په ټول کې شاوخوا ٥٠ زره معلولين شته، چې ٨٠ سلنه يې زده کړو ته لاسرسۍ نه لري.