18
الخميس, تموز

د ښوونې بهير په پياوړتيا کې د قومي مشرانو رول

ښوونه او روزنه
Typography

د ګرمسير ولسوال ايوب عمر وايي، چې د نجونو ښوونځيو په ګډون د دغې ولسوالۍ ټول ښوونځي د قومي مشرانو د مرستې پرمټ د زده کوونکو پرمخ پرانېستي دي. نوموړي زياته کړه، په دغه ولسوالۍ کې يو دارالمعلمين، يوه ديني مدرسه او ٣٩ ښوونځي فعال دي، چې ٢٨ يې ښې ودانۍ لري. 

د ښاغلي عمري په خبره: "ددې ولسوالۍ ١٥٠٠٠ نجونې او هلکان په زده کړو بوخت دي او همداراز ١٢٠ سيمه ييز ښوونځي د يونيسف او جې پي اې موسسو لخوا د خلکو لپاره فعال شوي دي."

د ګرم سير ولسوالۍ يو اوسېدونکى اختر محمد وايي، چې د ښوونځيو دروازې تل د زده کوونکو پرمخ پرانېستې وې او دغه برياليتوب د خلکو د همکارۍ له امله لاسته راغلى دى.

د لسم ټولګي يو زده کوونکى عبدالرازق وايي، هره ورځ د زده کړې لپاره ښوونځي ته ځي. دى زياتوي، د علم د زده کړې لپاره د کورنۍ هڅونه ده ته ډيره انرژي ورکوي.

د هلمند د ښوونې رئیس قدرت الله يعقوبي وايي، چې دولت د ښوونکو تنخواوې په خپل وخت ورکړي ترڅو زده کوونکي له خپلو ښوونکو ډير څه زده کړي.

ده وويل، په دغه ولسوالۍ کې د نجونو ٣ ښوونځي فعال دي، چې د نورو ولسواليو نجونې هم دغو ښوونځيو ته د زده کړې لپاره راځي.