17
الخميس, تشرين1

په شاهین قول اردو کې د ښځینه منسوبینو لپاره د کمپیوټر د زده کړو پروګرام

ښوونه او روزنه
Typography

د افغانستان د ملي اردو د ښځینه منسوبینو لپاره د کمپیوټر د زده کړې پروګرام د ۲۰۹ شاهین قول اردو په قومندانۍ کې پیل شو.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کمپیوټر د زده کړې دغه مسلکي کورس د ښځینه منسوبینو لپاره د مخابرې په ښوونځي کې پیل شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د شاهین قول اردو د بېلا بېلو څانګو څخه ۳۲ تنه ښځینه کارکوونکې به په دغه پروګرام کې برخه واخلي، چې ۱۲ اونۍ به دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ښځینه منسوبینو شمېر د زیاتولو هڅې چټکې شوې دي.

د راپورنو په حواله، دا مهال د افغان ملي اردو د ځواکونو په چوکاټ کې شاوخوا ۱۶۰۰ ښځې دندې ترسره کوي، خو د ملي دفاع وزارت غواړي، چې دغه شمېره ۲۰ زرو ته لوړه کړي.

 د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، چې د افغان ملي اردو په لیکو کې دا مهال کابو ۵۵۳ میرمنې د افسرانو، ۱۱۴ میرمنې د سرتیرو او دوې میرمنې د پیلوټانو په توګه کار کوي.