17
الخميس, تشرين1

په کندهار کې ښوونيزو اسانتياوو ته د نجونو لاسرسۍ زيات شوى

ښوونه او روزنه
Typography

د کندهار ولايت ښځينه زده کوونکې وايي، چې په دغه ولایت کې اوس د نجونو لپاره د زده کړې ښې اسانتياوې برابرې شوې دي. د ساينسي نندارتون دغه ګډونوالې زده کوونکې وايي، چې ښځينه زده کوونکې اوس د ساینسي تجربو او نورو ښوونيزو اسانتیاوو ته زیات لاسرسۍ لري، چې دوی به ورڅخه مثبته ګټه واخلي.

دغه ساینسي نندارتون د کندهار د پوهنې ریاست له خوا د پنځو ښوونځیو د ښځینه زده کوونکو لپاره جوړ شوی، چې لاسي صنایع هم په کې نندارې ته وړاندې شوي دي. دغه درى ورځنۍ نندارتون د عينو مينې په دوهم نمبر ښوونځي کې جوړ شوی. په دغه نندارتون کې نجونې ساينسي تجربې کوي.

د کندهار د پوهنې رييس عبدالقادر پيوستون وايي، چې د ساینسي نندارتونونو شمېر به زيات کړي او دغه لړۍ به ولسوالیو ته هم وغځوي.

خو د نندارتون ګډون کوونکي دا ډول پروګرامونه د دوی د فکري ودې لپاره ډير ګټور بولي او زياتوي، چې په دې سره به دوی روښانه راتلونکې ولري.

دوى وايي، که چيرې ددغو پروګرامونو شمېر زيات شي، نو د زده کوونکو سربيره د هغوى کورنۍ به وهڅېږي ترڅو خپلې لوڼې ښوونځيو ته ولېږي.

خو ښاغلى پيوستون، د ساينسي مضامينو د تجروبو د نندارتون څخه يې موخه، د پټو استعدادونو پيژندل او د زده کوونکو هڅول دي.

نوموړي وويل، چې د زده کوونکو د هڅونې لپاره به ددغو پروګرامونو لړۍ ولسوالیو ته هم وغځوي.

ده زياته کړه، چې د پوهنې رياست د ښځينه زده کوونکو لپاره د خوندي ښوونيز چاپيریال جوړلو هڅې چټکې کړي او غواړي د نجونو تدريسي سيستم، ښځينه ښوونکو ته وسپاري.

سيمه ييز چارواکي وايي، چې په راتلونکي کال کې به په لومړي ځل د ولسواليو له ښوونځيو څخه ښځينه زده کوونکې هم فارغې شي، چې دا به په ولسوالیو کې د ښځینه ښوونکو تشه ډکه کړي.